د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ۲۰۱۸م به د افغانستان ګڼ کلي له ښارونو سره ونښلول شي


د مالیې وزارت وایي چې ددغه پروګرام لپاره پیسې به د افغانستان د ملي بودیجې له لارې برابرې شي.

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې په افغانستان کې د ولسوالیو له مرکزونو سره د کلیوالو سیمو د نښلولو لپاره د څه باندې درې سوو دېرش میلونو ډالرو په ارزښت په یو پروګرام کار کوي چې له مخې به یې تر دوه زره اتلسم کال پورې ګڼ کلي د ولسوالیو له مرکزونو سره ونښلول شي.

د مالیې وزارت مرستیال شفیق احمد قاري زاده د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د دغه پروګرام په باب د یوې شوې سروې خپرېدلو وروسته خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې مرستندویه نړیوالو ادارو لا دمخه د دغه پروګرام لپاره پیسې برابرې کړي دي.

ښاغلي قاري زاده وویل "عملي کار همدا اوس هم روان دی او ددغه پروګرام له مخې ټاکل شوې ده چې دوه زره پنځه سوه کیلو مټره سړک جوړ شي مرسته کوونکي عملآ شته دي چې نړیوال بانک، د امریکا د متحده ایلاتو د نړیوالو مرستو اداره یو اس ایډ،د برتانیې د نړیوالو مرستو اداره ډي ایف ای ډي او د اسیا پرمختایې بانک دغه پروګرام ته پیسې برابروي".

د مالیې وزارت وایي چې ددغه پروګرام لپاره پیسې به د افغانستان د ملي بودیجې له لارې برابرې شي.

د افغانستان د کلیو د پرمختیا وزارت وایي چې په دغه هیواد کې د د درې سوه درې اویا ولسوالیو د مرکزونو سره د نږدې څلویښت زرو کلیوالو سیمو د نښلولو لپاره نوي زره کیلو مټرو په اوږدوالي سړکونو جوړولو ته اړتیا ده.

خو دا وزارت وایي چې په دغه اندازه کې هغه سړکونه هم شامل دي چې لا دمخه جوړ شوي دي.

په افغانستان کې د کلیوالو سیمو او د ولسوالیو د مرکزونو د نښلولو لپاره د سړکونو د جوړولو مسولیت د افغانستان د کلو د پراختیا د وزارت په غاړه دی خو د ولایتونو د مرکزونو سره د ولسوالیو د مرکزونو د نښلولو لپاره د سړکونو جوړول کار د افغانستان د فواید عامې وزارت پورې اړه لري.

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزارت وایي چې د کلیوالو سیمو د سړکونو د جوړولو د پروګرام د ښه پرمختګ لپاره یې یوه سروې هم کړې ده چې له مخې یې د یو کال نه په زیاته موده کېتر دیرش فیصدو پورې د هغو کلیوالو سیمو وضیعت هم ارزول شوی چې په اوس کې یې اوسیدونکيپه سمو لارو تګ راتګ ته لاس رسی نه لري.

په افغانستان کې اکثره کلیوال ښارونو ته د تګ راتګ لپاره د خامو سړکونو نه کار اخليچې د بارانو او سیلابونو په وخت هغوی د زیاتو ستونزو سره مخ کیږي.

د کندوز ولایت د قلعه ذال د ولسوالۍ یو بزګر وایي چې په خرابو لارو ښار ته د خپلو کرهڼیزو محصولاتو د لیږلو په وخت اکثره د هغه محصولات خرابیږي چې دې یې بیا یې څوک په نیمه بیه هم نه اخلي.

د دغې ولسوالۍ یو اوسیدونکی خالقداد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې که د کلیو او ښارونو ترمنځ لارې جوړي شي نو دا کار به د دوی د ژوند د بدلیدلو سبب شي.

ښاغلي خالقداد وویل " اصلآ مشکل په دغه کي دی چې وروره چې مریض پیدا شي تر دووورځو یي کندوز ته رسولینشو بیا چې بیا موټړ نشو پیدا کولای یا مو سړک خراب وي یا خټه وي ".

د افغانستان د کیلو د پراختیا وزارت چارواکي وایي چېد دې پروژې په پلي کولو سره به زرګونه افغانانو ته د کار زمینه برابره شي او کروندګر به وکړای شي چې خپل کرهڼیز تولیدات بازارونو ته وړاندې کړي.

د افغانستان د کليوالو لارو د جوړلو ملي پروګرام نږدې دولس کاله وړاندې پيل شوی چې په ترڅ کې یې تر اوسه د دیارلس زره کلو سړکونه ، ۶۳۰۰ متره پلونه جوړ شوي او شپږ هوايي ډګرونه بیا رغول شوي دي.

XS
SM
MD
LG