د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د ميدان وردګو چارواکي وايي، په دغه ولايت کې ملي سرتېرو د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي دي چې پکې تر اوسه پورې ۱۷ وسله وال مړه او ټپيان شوي دي.

د طالب وسله والو پر ضد دغه عمليات تېره شپه د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې شوي دي چې پکې تر اوسه پورې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.

په دغو عملياتو کې د سرتېرو او طالبانو تر منځ تېره شپه نښتې هم شوې دي چې پکې د چارواکيو په خبره، لس تنه وسله وال ژوبل شوي دي هم دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، په وژلو شويو پنځو تنو وسله والو د طالبانو يو تن جنګي قومندان هم شامل دی.

دی د طالبانو د وژل شوي قومندان نوم عبدالجبار ښيي.

جبار په سيمه کې په قومندان ملنګ هم مشهور وو.

خوګياڼی وايي، په عملياتو کې سرتېرو او عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دغه په خبره، په دې سربېره، د عملياتو پر مهال سرتېرو ته د طالبانو وسلې او موټر سايکلونه هم ورپاتې شوي دي.

دې ته ورته نن سهار د ميدان وردګو په دايميرداد ولسوالۍ کې هم د سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې پکې يو طالب وژل شوی او يو بل ژوبل دی.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG