د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نه مو نوکريانې پخوي او نه تنخا پر وخت راکوي'


زه له سواته راغلې يم او دلته په فاټا کې ډيوټي کوم، خو حکومت زموږ مسلو ته بېخي توجه نه راکوي او له څومره مودې راهسې کچه نوکریانې مو راروانې دي

د ټول پاکستان ښځینه روغتیايي کارکوونکو له حکومته غوښتنه کوي چې دوی په دومره سختو حالاتو کې د ګوزڼڅاڅکي ورکوي او د دې باوجود نه دوی ته حکومت پر وخت تنخا ورکوي او نه ورته امنیت برابروي. دوی وايي، پکار ده چې ستونرې یې ورته ترجيحي بنيادونو باندې هوارې کړل شي ځکه چې دوی د يو ښه مقصد لپاره خپل خدمات ورکوي.

له مشال راډيو سره خبرو د ټول پاکستان ښځینه روغتیايي کارکوونکو مشرې رخسانه انور وويل چې د ګوزڼڅاڅکي ورکول په موجوده وخت کې له يو شمېر خطرو سره مخامخېدل دي خو حکومت یې مسلو ته بيخي توجه نه ورکوي، نه ورته پر وخت تنخاګانې ورکوي او نه یې نوکریانې پخوي او له دې سربېره ښځینه روغتیايي کارکوونکې له تشدد ډکو پېښو سره هم مخامخ دي، چې له کبله یې دویته مالي او ځاني ستونزې ورپېښې دي.

کله چې مشال راډيوپه دې اړه د خيبر پښتونخوا د ګوزڼ ښځینه کارکوونکو څانګې له مشرې عایشه حسنه وپوښتل نو هغې وويل:

«که سيلاب وي او که بل څه مسله وي، نو موږ هلته ځو او د ګوزڼڅاڅکي هم موږ ورکوو. او دې دوران موږ ته ډېر مشکلات رامخې ته کېږي، د خلکو لخوا هم او د وسله والو لخوا هم، او پر ما باندې ډزې هم شوې دي چې پکې زه بچ پاتې شوې يم او زما زوی پکې معذوره شوی دی خو حکومت زموږ هېڅ مرسته نه ده کړې. زموږ و حکومت ته د پروسږ کال تنخاګانې پاتې دي او نه یې راکوي او نه مو نوکریانې پخوي. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې موږ د خپل سر په بدل مزدوري کوو، بايد چې موږ ته په وخت پيسې هم راکوي او نوکریانې مو هم پخې کړي»

هم دا شان له قبايلي سيمې خيبر ايجنسئ نه د ګوزڼډلې سپروائزرې رميم مشال راډيو ته وويل چې دوي يواځې په اته زره روپئ تنخا باندې خپل ژوند له خطر سره مخ کړيدې او حکومت ورسره څو څو ځله د نوکرئ د پخولو وعده کړې خو عمل پرې نه کوي.

نوموړې زياته کړه (((ګوره زه په خېبر ايجنسۍ کې يم او دلته په ايجنسۍ کې حالات ډېر زيات خراب دي او بيا پتېره د زنانو لپاره خو ډېر مشکلات دي او د دې باوجود هم موږ خپله ډيوټي په باقاعدګۍ سره کوو او موږ ته د دې په بدل کې يوازې اته زره روپۍ راکوي نو تاسو ووایاست چې په اته زره نن سبا څه کېږي؟

او بيا زه له سواته راغلې يم او دلته په فاټا کې ډيوټي کوم، خو حکومت زموږ مسلو ته بېخي توجه نه راکوي او له څومره مودې راهسې کچه نوکریانې مو راروانې دي»

کله چې مشال راډيو د خيبر پښتونخوا د صحت له صوبايي وزير شاهرام خانه په دې اړه وپوښتل نو هغه وويل چې دوی د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د نوکريو بل له اسمبلۍ منظور کړی دی او که په دې لړ کې نورې مسلې وي نو هغه به ډېر زر هوارې کړي.

شاهرام خان زياته کړه: »زما مخې ته تر اوسه داسې څه نه دي راغلي او چې دوی وايي نو زه به یې وګورم او دا ځکه چې ما خپله د دوی د نوکريو پخولو بل وړاندې کړی وو نو دا خو پخپله زما مسله ده او دا به په ترجيحي بنيادونو هواورو»

مشال راډيو د قبايلي سيمو د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو کارکوونکو د مسلې په اړه په پېښور کې د فاټا سيکريټريټ له چارواکو سره بيا بيا رابطه وکړه خو ونشوه.

XS
SM
MD
LG