د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ځانمرګي برید ۶ کسان وژلي، ۱۳ ټپیان

د کابل د دویمې امنیتي حوزې دروازې ته نږدې چاودنه مرګ ژوبله لري.په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایي چې شاوخوا ۱۵ ولسي وګړي یې لیدلي چې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

د کابل امنیې قومندان وایي چې په نننۍ ځانمرګي برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

عبدالرحمان رحیمي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې برید د یوه کرولا موټر په وسیله چې چاودیدونکي مواد په کې بار وو شوې ده او زیاته یې کړه چې وژل شوي او ټپیان هم تول ولسي وګړي دي.

دغه برید نن (چارشنبه) د څلورنیمو بجو په شااوخوا کې د مراد خانیو په سیمه کې د دوهمې امنیتي حوزې دروازې ته نږدې وشوه.

په چاودنه کې د عامو کسانو شااوخوا لس موټر هم ویجاړ شوي دي.

تراوسه چا د برید پړه پر غاړه نه دی اخیستی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG