د لاسرسي ځای

تازه خبر

صولت مرزا به د اپرېل پر لومړۍ نيټه په دار ځوړل کېږي


د بلوچستان په مچ زندان کې بندي د ايم کيو ايم د پخواني غړي صولت مرزا تازه د پانسۍ امر جاری شوی، چې تر مخه به يې مرزا ته د اپرېل پر لومړۍ نېټه سهار وختي پانسۍ ورکړل کېږي.

د بلوچستان په مچ زندان کې بندي د ايم کيو ايم د پخواني غړي صولت مرزا تازه د پانسۍ امر جاری شوی، چې تر مخه به يې مرزا ته د اپرېل پر لومړۍ نېټه سهار وختي پانسۍ ورکړل کېږي.

څلوېښت کلن صولت مرزا چې د کراچۍ د بجلۍ د څانګې د پخواني مشر ملک شاهد حميد، د هغه د ساتونکي او موټر چلوونکي د وژلو په جرم کې د پانسۍ په بند محکوم شوی، همدا پانسۍ به د مارچ په نولسمه نېټه ورکول کېده، خو د مرزا تر پانسۍ يواځې پنځه ساعته مخکې د نوموړي يوه داسې ويډيو پاکستاني ټيلویزنونو خپره کړه، چې په کې مرزا ویلي وو، د شاهد حميد، د هغه د موتر چلوونکي او ساتونکي هدفي وژنه يې د ايم کيو ايم د مشر الطاف حسین په خوله کړي وو.

صولت مرزا په دې ويډيو کې نه یواځې پر الطاف حسین، بلکې د متحده قومي موومنټ پر يوشمېرو ذمه واره کسانو ورته تور پورې کړ، چې د دوی په خوله يې خلک وژل.

کله چې دا ويډيو خپره شوه، نو په هم هغه څو ساعته کې د پاکستان واکمنو د مرزا پانسۍ په سمدستي توګه تر ۷۲ ساعتونو پورې وځنډوله.

د ايم کيو ايم د پخواني غړي صولت مرزا تردې ویډیو خپرېدولو وروسته که څه هم د ايم کيو ايم الطاف حسین او د ګوند نورو غړيو يې دا تورونه ناسم بللي، او دا هر څه د دوی د ګوند پر ضد جوړ کړی پلان یاد کړی، خو دې ویډيو او د صولت مرزا تورونو په پاکستاني سیاست کې يو نوی بحث راپورته کړی، چې تردې دمه يې لاهم د پاکستان په هر سیاسي ډګر کې ذکر کېږي.

صولت مرزا په ۱۱م ډيسمبر میاشت په ۱۹۹۸ عیسوي کال کې د کراچۍ پر هوايي ډګر هغه مهال نيول شوی، چې له بنکاک څخه کراچۍ ته راورسېد.

XS
SM
MD
LG