د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: سل تنه نور سیمه یيز پولیس هم منظور شول


د سيمې يو تن قومي مشر مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی به د خپل ځان د دفاع په خاطر اولادونه په سيمه ييزو پولیسو کې ګماري.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ لپاره سل تنو سيمه ييزو پولیس منظور شول. چارواکي وايي چې د سيمه ييزو پولیسو دا نوی تشکیل به د يادې ولسوالۍ په ليرې پرتو سيمو کې په دنده وګمارل شي.

‎د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې د دغه سل کيسزه سیمه ييزو پولیسو د تشکیلاتو په خاطر د افغانستان د کورنيو چارو وزرات کې د سيمه ييزو پولیسو عمومي قوماندان جنرال عليشا احمدزی د دوشنبې يا ګل په ورځ جلال اباد ته راغلی او په شاهي ماڼۍ کې يې په يوه خبري ناسته کې د خپل راتګ په اړه وويل:
(( د سيمه ييزو پولیسو نوی تشکیل منظور شوی او موږ د دې لپاره راغلي یو چې په مجموعو کې د سيمه ييزو پولیسو ارزونه وکړو، هغه مشکلات او چالشونه او کمبودتيا چې شته دی، هغه حل کړو، او یا هغه نواقص بیا هغه څوک چې خلک ترينه شکايت کوي، هغه مجازات کړو او د قانون منګولو ته يې وسپارو. اوس د سره رود ولسوالۍ لپاره د سلو تنو سیمه ييزو پولیسو افتتاح کوو.))

د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګرديوال خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د ولایتي ادارې د غوښتنې په بنیاد په سره رود ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس په دندو ګمارل کيږي.


(( په دې اړه موږ د کورنيو چارو وزارت سره په تماس کې يوو او زموږ د دې هڅو نتیجه ده چې د سره رود ولسوالۍ لپاره د سل تنه سيمه ييز پولیس منظور شوي دي. سره رود ولسوالي د ښار سره نيږدې ده، په کار ده چې د نورو ولسوالۍ پر تله يې ښار ته تهديدات کم وي. دا پوليس به د سره رود ولسوالۍ په هغو ليرو پرتو سيمو کې چې د خوګياڼو ولسوالۍ سره لګيدلي، لکه ککړک او فاتح اباد کليو کې به په دنده ګمارل کيږي.))

د سيمې يو تن قومي مشر مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی به د خپل ځان د دفاع په خاطر اولادونه په سيمه ييزو پولیسو کې ګماري.


(( ملک مومن خان مې نوم دی او د سره ورد ولسوالۍ د امرخيلو د کلي مشر يم. موږ له خپلو خلکو سره مشوره کړې، محلي پوليس دلته راشي نو زموږ امن ورسره جوړيږي. په کلي کې ګډوډي ورکيږي موږ محلي پولیسو ته ضرورت لرو. موږ به د خپل ځان دفاع کوو او قرباني ورکوو.))

د کورنيو چارو وزرات چارواکي وايي چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په څوارلس ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس په دندو ګمارل شوي ول چې د سره رود ولسوالۍ له نوي تشکيل سره يې شمير ۱۷۴۰ تنو ته رسيږي او د افغانستان په ۲۹ ولایتونو ۱۵۵ ولسواليو کې تر دې دمه ۳۰۰۰۰ سيمه ييز پوليس په دندو ګمارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG