د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پوهنتون پنځوسمه کليزه ولمانځل شوه


د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پنجشنبې يل زیارت په ورځ ونمانځل شوه. دغې غوندې ته د افغانستان د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په ګډون د ولسي او مشرانو جرګو يو شمير استازي هم بلل شوي ول.

د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پنجشنبې يل زیارت په ورځ ونمانځل شوه. دغې غوندې ته د افغانستان د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په ګډون د ولسي او مشرانو جرګو يو شمير استازي هم بلل شوي ول.

د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کليزې په ویاړ د دغه پوهنتون ريس پوهنوال محمد طاهر عنایت په خپله پرانستونکي وینا کې وويل: دوی ویاړي د علمي پراختیا په دې نړيواله سيالۍ ورګډيږي.

(( ډير خوښ يم چې په يوه داسې بختوره غونډه کې د محصلانو او استاذانو په استازۍ، په تودو احساساتو ستاسو بدرګه کوم. موږ غواړو چې د خپلو علمي مراکزو او پوهنتونونو په وسیله، په دغه نړيواله سیالۍ کې ورګډ شوو.))

دغې غوندې ته له ماسکو او پيښور پوهنتونونو څخه هم استاذان وربلل شوي ول. د پيښور پوهنتون علمي مرستیال پروفيسر قبله اياز د خپلې علمي وینا تر څنګ دا خبره هم په ډاګه کړه چې پيښور پوهنتون کې چې کوم امتیاز د پاکستان محصلين لري، په همغه شان افغان کډوالو ته دوی قايل دي. نوموړي وړاندې وويل:

(( د ننګرهار پوهنتون چې خپله پنځوسمه کليزه نمانځي نو دې سره به دې پوهنتون ته يو نوی تقويت دې راشي او د يوه نوي مستقبل لپاره به د دې محصلين او استاذان راغونډ شي، تر څو پورې چې زموږ تعلق دی، چې کله هم زموږ ضرورت پیښيږي، نو موږ به تاسو لپاره ولاړ يو، زموږ دروازې به ستاسو لپاره خلاصې وي.)) ‍ٔ

د تيرو څه باندې دوه لسيزو راهيسې په ننګرهار پوهنتون دا تور لګول کيږي چې د سياسيو سرګرميو په مرکز ګرځېدلی دی. په همدې بیناد د افغانستان د مشرانو جرګې ريس فضل الهادي مسلمیار په استادانو او محصلينو غږ وکړ چې خپلو سياسو مبارزو ته دې د پوهنتون په چوکاټ کې انعکاس نه ورکوي.

(( حواهش مې درنه دا دی چې د پوهنتون د عزت په خاطر، خپل سياسي مقاصد د پوهنتون په ديوالونو پورې مه تپئ. پرېږدئ چې دا پوهنتون د افغانستان د خلکو بچي وروزي، مهربانۍ وکړئ، خپلې سياسي کړنې چې په هر شکل کوئ، او يا په هر ګوند کې يې کوئ، د پوهنتون له چوکاټ نه يې وباسئ.))

د دوی د سپارښتنو په اړه د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات سرپرست پوهنوال محمد عثمان بابري له غونډې وورسته په يوه خبرې ناسته کې وويل:

((هغه مقررات او لایحې چې موږ نافذ کړي په صراحت سره په کې دا ويل شوي چي پوهنتونونه، پوهنځي او علمي مرکزونه بايد د سياسي لوبو میدان جوړ نه شي.))

د ننګرهار پوهنتون نيمه پيړۍ د مخه جوړ شو چې لومړي په کې د طب پوهنخي ایجاد شو او په

افغانستان کې د دويم پوهنتون مقام لري. اوسمهال په کې د ۱۳ پوهنځيو په ۷۱ څانګو کې ۱۵۰۰۰ محصلینو ته د نيږدې پینځه سوه تنو استاذانو لخوا د تدریس چارې پر مخ روانې دي.

د دغه پوهنتون په ژبو او ادبیاتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو کې د ماسترۍ تر کچې او په شرعياتو پوهنځي کې د ډاکټرۍ تر کچې زده کړې هم تر سره کيږي.

XS
SM
MD
LG