د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې موټربم چاودنې ۷ کسان وژلي

د هلمند په نننۍ موټربم چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.د هلمند مرستیال محمد جان رسولیارپه سیمه کې مشال راډیو ته وویل، چې ټپيان او وژل شوي ټول عام وګړي یا د ملکي ادارو مامورین دي.

د هلمند په نننۍ موټربم چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.د هلمند مرستیال محمد جان رسولیارپه سیمه کې مشال راډیو ته وویل، چې ټپيان او وژل شوي ټول عام وګړي یا د ملکي ادارو مامورین دي.

په ټپیانو کې د نادعلي ولسوال، د هلمند د والي ویاند عمرځواک، د هلمند د کرنې ریاست سرپرست او یو شمېر نور کسان شامل دي.

برید نن (چارشنبه) د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د ولایت مقام ته څیرمه هغه مهال د یوه مازدا موټر په وسیله، چې چاودیدونکي توکي په کې بار وو وشوه، چې د ولایت دننه د تښتونو د مخنیوي په هدف غونډه روانه وه.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG