د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: خلک په خپلو ځمکو باغونه جوړوي


د جلال اباد ښار کې د تيرې يوې میاشتې راهيسې په لسګونه نرسري فارمونه پرانستل شوي او ډول ډول میوه لرونکي او زینتي بوټي په کې خرڅلاو ته ايښودل شوي چې خلک په ډير شوق ورځي، د خپلې خوښې بوټي اخلي او په خپلو ځمکو باغونه جوړوي.

د جلال اباد ښار کې د تيرې يوې میاشتې راهيسې په لسګونه نرسري فارمونه پرانستل شوي او ډول ډول میوه لرونکي او زینتي بوټي په کې خرڅلاو ته ايښودل شوي چې خلک په ډير شوق ورځي، د خپلې خوښې بوټي اخلي او په خپلو ځمکو باغونه جوړوي.

سره له دې چې په ننګرهار کې د تېرې يوې مياشتې راهيسې د زینتي او میوه لرونکو بوټو په کينولو پیل شوی، خو لا هم د نرسرۍ فارمونو مارکيټ ته، چې د بهسودو پله ته څيرمه جوړ دی، هره ورځ ډله ډله خلک ورخي او د خپلې خوښې بوټي اخلي. یو تن چې څو میوه لرونکي بوتي يې اخيستي وو، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

((خان مې نوم دی او د بهسودو ولسوالۍ اوسيدونکی یم. د نارنجانو ناجوګانو بوټي مې واخيستل چې خپل کور پرې ښایسته کړم. هر کال کوشش کوم چې بوټي واخلم او خپل وطن ګل وګلزار کړم.))

بل تن چې بیلابيل ډول بوتي يې اخيستې وو، په نورو هيوادلو هم غږ کوي چې د خپلې برخې بوتي وکري او د وطن په ابادولو کې برخه واخلي.

(( ریاض مې نوم دی. د حجرې لپاره مې چمن واخيستو چې حجره لږه ښکلي شي. پسرلی دی، د ګلانو بوتي مې هم اخيستل او ګرځو چې څه مو خوښ شي اخلو يې. زما د غونډو وطندارو او کلیوالو دا هيله ده چې يو، یو بوټي واخلي او ويې کري، په دې باندې وطن اباديږي.))

د بسم الله کاموال په نوم يو تن چې په کامه کې خپله قوریه لري او نرسري فارم کې يې ورته ځای نيولی، وايي چې اوس په پاکستاني بوټو وطني بوټي خلک ترجیح ورکوي.

(( لکه موږ سره نارنج، مالټه، لیمو، چکوتره، زردالو، الوچه، زردالو، بادام او مختلف النوعه بوټي، د ننګرهار په هره قوریه کې ښه تیاريږي او ښه يې جوړولی شو. او له پاکستان نه داسې زینتي بوټي راځي، ګلابونه، رنګارنګ ګملې چې هغه موږ دلته نه شوو تیارولی. او زموږ د خپلو قوریه جاتو بوټي خو په قوریه کې هم ډير خرڅيږي او ډیر مراجعين لري او په ښار کې هم ډير مراجعين لري.))

خو یو بل بیا وايي چې له پاکستان څخه راوړل شوي بوټي د يوه کال لپاره په خپله قوریه کې کینوي چې د سيمې له اب او هوا سره يې بلد کړي.

(( زه مطیع الله يم، د لغمان ولایت نه یم. مالټه، ليمو، املوک چې د پاکستان نه راوړل شوي، دا لغمان ته وړو او هلته يې په خپلو قوریه وو کې کینوو، يو کال پس دا زموږ له اب و هوا سره بلديږي، بیا يې بیرته راوباسو او خرڅرلاو ته يې وړاندې کوو بیا ډيره ښه نتیجه ورکوي او ښه باغونه ترينه جوړيږي.))

ننګرهار يو زراعتي ولایت دی پخوا د کانال په چوکاټ کې په زرګونو جریبو ځمکه د سیتروس او زیتونو باغونه اباد وو، چې په تيرو جنګونو کې له منځه تللی وو، چې اوس يې په سرکاري توګه د رغونې چارې پيل شوي خو په ولسي کچه د تيرو دولسو کلونو راهيسې د ننګرهار په بیلابیلو ولسواليو کې اکثره خلکو په خپلو ځمکو د ډول ډول ميوو پاغونو جوړ کړي او کال تر بلې مخ په زیاتيدو دي.

XS
SM
MD
LG