د لاسرسي ځای

تازه خبر

له فضل وهاب درد سره خبرې او د هغه سندرې

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا چارسدې له یوه مشر سندرغاړي فضل وهاب (درد) سره خبرې کړې دي.

دی وايي، له وړوکتوبه یې موسیقي خوښېده او وروسته یې د کورنۍ په هڅونې د موسیقۍ زده کړې پیل کړې.

درد وايي، ښوونځی هم ځکه تر پاتې شو چې موسیقي یې ډېره خوښېده. دی وايي، د پاکستان دولتي ټیلي وېژن او راډیو ته هومره نه دی وربلل شوی څومره چې پکار وه.

درد د سندرو امېل خپرونې ته وویل، د بې وزلۍ له کبله یې تر اوسه په سټوډیو کې کیسېټ نه دی ثبت (یا رېکارډ) کړی.

د درد په اند، د ناامنۍ له کبله د دوی کار ته زښت زیان رسېدلی دی.

له فضل وهاب درد سره د نورو خبرو تر څنګ سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

له فضل وهاب درد سره خبرې او د هغه سندرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    هارون باچا

    هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي. 

XS
SM
MD
LG