د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:پر کمپیوټر او انګریزۍ پوهیدونکې نجونې کمې دي


په خوست کې د هغو فعالیتونو او بیلابیلو پروژو د پرمخبیولو له پاره، چې د ښځو په برخه کې فعالیت کوي، د داسو نجونو او ښځو اړتیا بیخي زیاته ده، چې دوی د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او انټرنیټ د کارونې وړتیا ولري.

په خوست کې د هغو فعالیتونو او بیلابیلو پروژو د پرمخبیولو له پاره، چې د ښځو په برخه کې فعالیت کوي، د داسو نجونو او ښځو اړتیا بیخي زیاته ده، چې دوی د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او انټرنیټ د کارونې وړتیا ولري.

د شنبې په ورځ د خوست یو تنې مدنې فعالې زهره جلال د خوست لنکن ښوونیز مرکز د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د یوې کلنې دورې څخه د فراغیدونکو ځوانانو په جشنواره کې مشال راډیو ته وویل، چې په خوست کې د یو شمېر نجونو او ښځو د کمپیوټر او انګریزي ژبې زده کړه مهمه اړتیا ده:

((د انټرنیټ او انګلیسي زده کړه په ځانګړي ډول خوست کې د ښځو له پاره ډېر مهم ضرورت دی، ځکه که موږ د ښځو په برخه کې د کمپیوټر او انګلیسي ژبه باندې بسیا نجونو ته ضرورت پیدا کړو نو ان د مرکز کابل څخه دوی راغواړو، هغوی هم ناامنۍ بهانه کوي او په ډېر لوړ معاش هم دلته نه راځي.))

زهره جلال وړاندې وویل، چې ددې فارغو شویو نجونو څخه چې دکمپیوټر او انګریزۍ ژبې یو کلنۍ زده کړې کړي دي، باید د نورو نجونو او ښځو د روزلو له پاره د روزونکو په توګه استفاده وکړو.

د خوست ولایتي شورا غړي عبدالولي واحدزی هم وايي، ځوانان باید د معاصرې ټکنالوژۍ د کارونې او انګریزي ژبې د ویلو جوګه شي، تر څو د نړۍ له پرمختګونو او ضرورتونو خبر شي:

((انګلیسي ژبه انټرنیټ او کمپیوټر دا د ننني عصر د مهمو اړتیاوو څخه دي، زما پیغام ځوانانو ته دادی، که غواړئ، چې نړیواله ژبه زده کړئ او په نړیوال کلي ورګډ شئ، له پرمختګونو څخه خبر شئ نو کمپیوټر، انګلیسي او انټرنېټ ته مراجعه وکړئ.))

په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیراحمد روښان وايي، چې دوی په خپله وروستۍ دوره کې دوه سوه ځوانان په خپله یوه کلنه دوره کې وروزل، چې دوولس تنه يې نجونې وې:

((د لنکن ښوونیز مرکز څخه دوه سوه تنه ځوانان فارغ شول، چې په دې کې یوسلو پنځوس تنه ځوانان د کمپیوټر له برخې او پاتې بنځوس تنه يې د انګلیسي د دیپارټمنټ څخه فارغ شوي دي، چې له ښه مرغه دوولس تنه يې زموږ خویندې وې، چې یو کلنې ديپلومې يې واخیستې.))

د دورې یو تن فارغ محمداکبر خان د بیلابیلو ژبو زده کول ډېر با ارزښته ګڼي او زیاتوي، چې کمپوټر هم نن ورځ د ټولو خصوصي او رسمي دفترونو او شخصي کارونو له پاره په مهمو اړتیاوو کې حسابیږي.

د یادونې وړ ده، په خوست کې د لنکن مرکز په ګډون یو شمېر مدني او ټولنیز بنسټونه شته، چې یو شمېر بې وزله او نورو مینه والو ته يې په بیلابیلو برخو کې د زده کړو زمینې برابرې کړي، خو په خوست کې زده کړو ته د نجونو او هلکانو لیوالتیا ته په کتو شته فرصتونه په نشت حساب دي او لا هم زرګونه ځوانان د زده کړو له پار د شرایطو او امکاناتو د برابرولو په تمه دي.

XS
SM
MD
LG