د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د سولې خبرو ملاتړ کوو”


پاکستان وایي، دوی د افغانستان حکومت او افغان طالبانو د مذاکراتو مرسته کوي او دې په لړ کې پاکستان وړاندې هم د اسانتیاو برابرولو او ملاتړ وړانديز کړی و.

پاکستان وایي، دوی د افغانستان حکومت او افغان طالبانو د مذاکراتو مرسته کوي او دې په لړ کې پاکستان وړاندې هم د اسانتیاو برابرولو او ملاتړ وړانديز کړی و.

دې او اوس هم سهولتونه ورکوي چې دا رنګ په افغانستان کې د سولې عمل ګړندی شي.

دا خبرې د وزير اعظم نوازشريف د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز د سېنېټ قايمه کميټۍ غونډې ته وکړې.په اسلام آباد کې د نهې په مازيګر د سېنېټر حاجې عديل په مشرۍ وشوه.

سرتاج عزيز په افغانستان کې د سولې پروسې په عمل کې د پاکستان کردار په لړ کې وويل چې پاکستان د منطقې د امن په خاطر وړاندې هم غوښتل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د روغې جوړې لپاره خپل کردار ولوبوي او اوس هم پاکستان په دې لړ کې سهولتونه ورکوي او د دې عمل کلک ملاتړ کوي.

د سېنېټ لپاره د قایمه کمیټۍ چېرمېن حاجي عدېل د غونډې په باب له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

دوی هم غواړي چې په منطقه کې امن راشي او د دې يواځېنۍ لار مذاکرات دي نو بايد چې د افغان طالبانو او کابل ترمينځ خبرې اترې کاميابې شي.

(( په غونډه کې سرتاج عزيز د پاکستان د پاليسۍ بيانولو پحقله وويل که له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره افغانستان څه هم مرسته غواړي پاکستان تيار دی ځکه چې پاکستان په افغانستان کې امن ليدل غواړي نو په دې لړ کې پاکستان وړاندې هم وړانديز کړی دى او اوس هم سهولتونه ورکوي نو موږ د سرتاج عزيز د خبرې تايد وکړ او وموويل چې بايد دا مذاکرات کامياب هم شي او په دې کې پاکستان خپل پوره پوره کردار ولوبوي.اوس وخت بدل دى او مسلې د ټوپک په زور نه هوارېږي بلکې د مذاکراتو د لارې ټولې شخړې هوارېدای شي.تاسو وګوری له ديرشو کالو دا جنګ راروان دى خو نه یې افغانستان ته ګټه ترلاسه شوه او نه پاکستان ته بلکې دواړه ملکونه سوځي)).

په دې موقع سرتاج عزيز دا هم وويل چې افغانستان له څلور کالو راهیسې په پاکستان او نورو ملکونو زور راوړی وو چې له طالبانو سره د سولې عمل کې ورسره مرسته وکړي ځکه چې تر دې وړاندې طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو اترو انکار کړی و.

XS
SM
MD
LG