د لاسرسي ځای

تازه خبر

رضا رباني د سېنېټ چيېرمين لپاره د اپوزيشن ګوندونو اميدوار


د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان
د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان

د اميدوار سېنېټر رضا رباني وينا وه چې د سېنېټ چيئرمين چوکۍ لپاره په نامزدګۍ د ټولو ګوندونو شکرګزاره يمه او کوښښ به مې وي چې د ټولو ګوندونو په اعتماد پورا ورسم،

په سېنېټ کې د ترټولو زياتې چوکۍ لرونکي پاکستان پيپلز پارټۍ او د هغې اتحادي اپوزيشن ګوندونو سېنېټر ميا رضا رباني د سېنېټ چيئرمين عهدې لپاره خپل اميدوار ټاکلی دی.

تېره ورځ په اسلام آباد کې د اپوزيشن ګوندونو د غړو يو اجلاس د پخواني صدر آصف علي زرداري په مشرۍ کې وشو چې پکې د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان، د مسلم ليګ ق کامل علي آغا، د متحده قامي مومنټ فاروق ستار، د بلوچستان نيشنل پارټۍ عوامي اسرار الله زهري او د جميعت علماء اسلام ف ډلې مولانا فضل الرحمن ګډون وکړو.

له غونډې ورستو مطبوعاتو سره خبرو کې د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وويل چې پيپلز ګوند سره تعلق لرونکې ميا رضا رباني اپوزيشن ګوندونو په اتفاق سره خپل اميدوار ټاکلی دی او د ډپټي چيئرمين عهده يئ د بلوچستان لپاره پرېښودې ده. د ده په خبره د يادې صوبې له ګوندونو سره د مشاورت ورستو به د دې عهدې لپاره د اميدوار نوم نن د نهې په ورځ اعلان کړل شي.

د نوموړي وينا وه چې مولانا فضل الرحمن هم په غونډه کې ګډون وکړو او د پيپلز پارټۍ شريک چيئرمين آصف علي ذرداري سره د ملاقات ورستو ولاړو او د خپلې پارټۍ سره د مشاورت ورستو به نن یو څه فيصله کوي.

په دغه موقع د اېم کيو اېم د فاروق ستار وينا وه چې د اپوزيشن ګوندونو دا اتحاد باید د سېنېټ تر اليکشنه نه وي محدود،بلکې په راتلونکې کې په هره قانون سازۍ او مهمو معاملاتو هم دا اتحاد برقراره ساتل پکار دي.

په آخره کې د ټاکل شوي اميدوار سېنېټر رضا رباني وينا وه چې د سېنېټ چيئرمين چوکۍ لپاره په نامزدګۍ د ټولو ګوندونو شکرګزاره يمه او کوښښ به مې وي چې د ټولو ګوندونو په اعتماد پورا ورسم.

له مشال ريډيو سره خبرو کې د پاکستان پيپلز پارټۍ پخوانې د قامي اسمبلۍ غړې نور عالم خان وينا وه چې پيپلز پارټۍ او د اتحادي ګوندونو پشمول د فاټا غړو په ګډه سره ميا رضا رباني د سېنېټ د چيبرمين عهدې لپاره ټاکلې دې او دې ټولو ګوندونو د رايوځايي کيدو ورستو په سېنېټ کې يې شمېره د پنځه پنځوس (٥٥) نه زياتېږي نو دوی پرامېده دي چې د مخکې پشان يو ځل بيا به د سېنېټچيېرمېن د پاکستان پيپلز پارټۍ نه راځي.

ياده دې وي چې دا وخت په سېنېټ کې د پاکستان پيپلز پارټۍ تر ټولو زيات ٢٨ سېنېټران دي، له دې علاوه اتحادي ګوند متحده قامي مومنټ لهاتو (٨) سېنېټرانو سره د ايوان درېيم غټ ګوند دی او دوه نور اتحادي ګوندونو عوامي نېشنل پارټۍ په سېنېټ کې اووه (٧) او د پاکستان مسلم ليګ ق په سېنېټ کې څلور (٤) غړي موجود دي.

XS
SM
MD
LG