د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کانال رغولو چارې پيل شوي


د جلال اباد په څنډو کې تېرېدونکې لویه واله
د جلال اباد په څنډو کې تېرېدونکې لویه واله

د ننګرهار کانال د پاکوالي په خاطر ايشايي پراختيايي بانک پينځه ويشت ميلونه ډالر مرسته ځانګړې کړې. د کانال چارواکي وايي چې د کانال صفايي سره به دوی وکولای شي چې تر دېرش زره هکتاره پورې ځمکه خړوبه کړي.


د ننګرهار کانال چې د کرنې رياست په چوکاټ کې کابو پنځوس کاله پځوا جوړ شوی و، د تيرو کورنيو جنګونو له امله يې پر باغونو سربيره د اوبه خور سستم هم ویجاړ شوی و چې په تيرو کلونو کې په نسبي ډول رغول شوی و خو د کانال چارواکي وايي چې د اسیايي پراختیايي بانک په مالي مرسته يې د کانال د پاکوالي کار پیل کړی چې له امله به يې په زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي. په دې اړه د ننګرهار د کانال ريس اینجينر زیارت ګل راهيل مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( د افغانستان له دولت سره چې د اسیايي پراختیايي بانک له اړخه د پينځه ويشت ميلونو ډالرو د مرستې تعهد شوی و، خوشبختانه چې د هغې له جملې څخه شپاړس اشاریه درې ميلونه ډالره منظور شوي، چې دا به ټولې په فريکې کارونو ولګول شي، لکه د عمومي کانال پاککاري، د هغې تحکيمات، سيفونونه، استنادي ديوالونه او بندونه، د اولې، دويمې او دريمې درجو د ویالو رغونه او د عمومي سربندونو دروازې په کې شاملې دي.))

دا چې د دې پروژې په تطبیق سره به عامو بزګرانو ته څه ډول اسانتیاوې رامنځته شي، په دې اړه د اینجينر زیارتګل راهيل وايي:
(( په ننګرهار د اوبو لګولو اته ویشت اتحاديي جوړې دي، دغو اتحاديو ته به روزنه ورکول کيږي، د دوی لپاره یو تشکيل جوړ شوی دی چې له دوی نه به میاشتینی فیس اخيستل کيږي، بیا به په يوه ګډه بانکي حساب کې جمع کيږي، له هغې وروسته چې کوم ضایعات رامنځته کيږي د همدغې ګډ فنډ نه به پرې مصرف کيږي. دا زموږ د دې پروژې د ګټو يوه بیلګه ده.))

اینجينر راهيل وايي چې د کانال پاکوالي سره به د اوبو د ضایعاتو مخه ونيول شي.
(( که چيرې دغه پروژه په سمه توګه تطبیق شي، د اوبو د ضایعاتو مخه به ونيول شي. د ننګرهار کانال د يو دیرش زره هکتاره ځمکې خړوبولو ضرفيت لرلو، د پروژې له تطبیق نه وروسته به کانال د دې جوګه شي چې ټاکلې حد پورې اوبه ورسوي. موږ به وکولای شوو چې هغو شاړو دښتو ته هم اوبو وروسوو، چې تر اوسه ورته نه رسیږي. او هغو ولسواليو ته به هم اوبه وروسوو چې د اوړي او مني فصلونو کې يې د اوبو د کمښت له امله فصلونه زیانمن کيدل.


د یادولو ده چې د ننګرهار کانال د افغانستان په کچه تر ټولو لویه کرنیزه پروژه وه چې پخوا به يې په زرګونه ټنه زیتون او سیتروس توليدول چې حاصلات به يې د افغانستان پر نورو ولایتونو سربيره د پخواني شوروي اتحاد جهوریتونو ته هم صادرول خو د تيرو دريو لسیزو راهيسې چې ياد کانال زیامن شوی و په نسبي ډول وخت ناوخت د رغولو هڅې شوې وې، خو د کانال چاواکي وايي چې د دغې پروژې په تطبیق سره به دوی وکولای شي چې د اوبه خور بینادي سستم د پخوا په شان فعال کړي.
اینجينر راهيل وايي چې د کانال د رغولو پروژه به په اتلسو مياشتو کې بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG