د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د هنرمندانو ستونزو او پښتو ژبې ودې په اړه غونډه


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې په پېښور کې د هنرمندانو یوې غونډې په اړه غږېدلي یو.

د هنرمندانو حقونو لپاره کار کوونکی خالد خټک وايي، هڅه یې وکړه چې له کراچۍ د پاکستان یوه نومیالۍ هنرمنده عتیقه اوډو پېښور ته وروغواړي او په دې کې بریالی شو. خټک وايي، فرهنګ ته او کلتوري هلو ځلو ته زیات پام نه ورکول کېږي که نه ریښتیا دا دي چې د ناامنۍ په دې وخت کې د فرهنګي هلو ځلو ډېره اړتیا ده.

خټک وايي، عتیقې اوډو ته یې وویل، د کراچۍ حالات بېل دي او د خیبر پښتونخوا بېل. د ده په خبره، اوډو چې پېښور ته ورغله نو هغه یې د پېښور ارمي پبلېک سکول د ښکار شویو کورونه ته بوتلله.

په پېښور کې د فرهنګي هلو ځلو ودې او ارزښت په اړه په غونډه کې سندرغاړي همایون خان هم برخه اخیستې وه. دی وايي، په نړۍ کې د پښتو ژبې پرمختیا لپاره باید هنرمندان پخپله کار وکړي.

دی وايي، هنرمندان سلا شول چې نه یوازې د البومو خپرولو له لارې بلکې د هنري غونډو په ذریعه خپله ژبه بډایه کړي او د هنرمندانو ستونزې مالومې او د هواري هڅې یې وکړي.

په خپرونه کې د نور بحث تر څنګ سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په پېښور کې د هنرمندانو ستونزو په اړه غونډه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG