د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا زده کونکيو سکالرشیپونه زيات کړل شول


حکومت ته پکار ده چې د قبايلي سيمو لپاره اعلان شوې فاټا يونيورسټي، ای ټي يونيورسټي او فاټا مېډيکل کالج دې زر تر زره جوړ کړي، چې د طالبعلمانو ستونزې هوارې شي.

فاټا سيکرټريټ د قبايلي سيمو زده کونکيو ته د پاکستان په سرکاري ميډيکل، زرعي پوهنتونونو اوکالجونو کې سکالرشپونه سل فیصده نور سېوا کړل شول.

په پيښور کې د فاټا سيکرټريټ وياند محمدعدنان مشال راډيو ته وویل، چې د ټول هېواد په سرکاري، مېډيکل کالجونو، کېډیټ کالجونو او زرعي پوهنتونو کې یې د قبايلي سيموزده کونکيو په سکالرشپ کې سل فیصده اضافه کړې ده.

د نوموړي په وينا چې په دې لړ کې به ١٦٢٩ قبايلي زده کونکيو ته سکالرشپې ورکول کېږي په دې کې د زرعي يونيورسټيو زده کونکيو سکالرشپ د ٢٤ زره نه ٤٨٠٠٠ زره روپور ته ورسول شو او دغه رنګ د سرکاري ميډيکل کالجونو هلکانو او جينکو زده کونکيو سکالرشپ د ١٢ زره روپو نه ٤٨٠٠٠ ته او د کيډټ کالجونو طالب علمانو سکالرشپ له پینځو زرو نه ١٣٢٠٠ ته رسول شوی دى.

محمد عدنان وويل:

«له دې سره سره دا پريکړه هم وکړې شوه چې په زرعي يونيورسټئ او نورو سرکاري پوهنتونونو کې د فاټا سره تعلق لرونکي د فاټا په کوټه باندې چې کوم زده کونکي سبق وايي، او دا سکالرشپ به تر اوسه هغوی ته ميلاوېدو، نو اوس يوه کمېټۍ جوړه کړل شوې ده چې هغه به د ملک د ټولو سرکاري پيشه ورانه پوهنتونونو نه د قبايلي زده کونکيو ډېټا راغونډوي او دا به ګوري چې څومره داسې طالب علمان دي چې هغوی په ميرټ راغلي دي او د فاټا په کوټه نه دي راغلي خو د فاټا ډوميسائل ورسره دى. نو له دې روستو به دا سکالرشپ هغوی ته هم جاري کړل شي»

کله چې مشال راډيو د قبايلي سيمو زده کونکيو نه د فاټا سيکرټريټ د دې ګام په اړه وپوښتل نو هغوي دا ډير ښه ګام وګرځولو او وويل چې له دې سره به د دوي په تعليمي خرچو کې ډير لاس وشي ځکه چې د فاټا يو شمير داسې قابلان زده کونکي شته دى چې له غريبئ له وجې خپل تعليم سر ته نشي رسولې

په پيښور کې د زرعي يونيورسټئ يو طالب علم اعجاز مومند له مشال راډيو سره خبرو کې وويل:

«زما د تعلق د فاټا د مومندو ايجنسئ سره دى او زه دلته په پيښور زرعي پوهنتون کې سبق وايم. نو زه وايم چې طالب علمانو ته خو ډيرې زياتې مسلې ورپيښې وي. او موږ خو غريب خلک يو دومره وس نه لرو چې د يونيورسټيو خرڅ برداشت کړو نو د حکومت دا ډيره ښه پريکړه ده خو له دې سره سره پکار ده دا دغه شان روان وساتي او د دې سره کوم فيسونه چې دي هغه هم لږ راکم کړل شي»

هم دا شان کله چې مشال راډيو په پښور کې د خيبرميډيکل کالج طالب علم علي وزير نه وپوښتل نو هغه وويل بايد چې حکومت دا سکالرشپې تر سکولونو هم وغځوي ځکه چې د فاټا ولس ته د تعليم ډېر زيات ضرورت دى او ځېنې خلک د غريبۍ په وجه خپل بچي سکولونو کې نشي داخلولی:

«زه د جنوبي وزيرستان له واڼه یم. او دلته د پيښور په خېبر مېډيکل کالج کې د طب په دويم کال کې سبق وايم. موږ پروسږ کال دا سکالرشپ اخستی چې دولس زره روپۍ وې او دا اوس چې کوم خبر راغلی دى چې اوس به دا ٤٨٠٠٠ روپۍ ورکوي نو موږ په دې ډېر خوشاله يو ځکه چې زموږ د قبايلي سيمو چې کوم حالات دي او غريبي هم ده نو نشو کولی چې خپلې خرچې برداشت کړو او ځېنې زده کونکيو ته له کوره جيب خرچه نه ملاوېږي نو د دې په وجه ډېر داسې طالب علمان هم شته چې د سبق جاري ساتلو لپاره نوکریانې کوي نو دا ٤٨٠٠٠ روپۍ به زموږ ډيرې مسلې حل کړي»

د دې طالبعلمانو په وينا چې حکومت ته پکار دي چې د قبايلي سيمو لپاره اعلان شوې فاټا يونيورسټي، اي ټي يونيورسټي او فاټا مېډيکل کالج دې زر تر زره جوړ کړي، نو ورسره به د دوی ټولې ستونزې هوارې شي.

XS
SM
MD
LG