د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ورزش دوه زره کسان له نشو راګرځولي


'سپورټ او ورزش د نشه يي توکو په کنټرول کې مهم نقش لوبوي، د المپیک د ځايي ادارې د رپوټ له مخې دوه زره کسانو د سپورټ له لارې د نشو نه راګرځیدلي دي'

په خوست کې د نشه يي توکو پر ضد ادارې چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې
دوه زره هغه کسان چې پخوا په نشه يي توکو روږدي ول، په دې وروستیو کې د
سپورټ له لارې د نشو راګرځیدلي او د ټولنې روغ او سالم خلک ورڅخه جوړ شوي
دي.
د دوشنبې په ورځ په خوست کې د مخدره توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال د پولیسو او عوامو ورزشکارانو په یو ګډ پروګرام کې چې د ورزش د پرمختیايي سازمان له خوا جوړ شوی وو، مشال راډيو ته وویل، چې دوی په دې هڅه کې دي، تر څو د ورزش له لارې په نشو د روږدیدلو مخه ونیسي:


((سپورټ او ورزش د نشه يي توکو په کنټرول کې مهم نقش لوبوي، د المپیک د ځايي ادارې د رپوټ له مخې دوه زره کسانو د سپورټ له لارې د نشو نه راګرځیدلي دي، دا ډېره مهمه وسیله او لاره ده، تر څو موږ وتوانیږو د دې وسیلې په مرسته روږدي له نشو راورځوو.))


د دې پروګرام ګډونوال خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت ورزش د پولیسو او عوامو تر منځ د اړیکو د ټینګولو یوه ښه لاره وبلله او زیاته يې کړه، چې دا ډول ارتباطات د سولې او امنیت په ټینګولو کې هم ګټور تمامیږي:


((ورزشکار د جرایمو په مخنیوي او د معتادینو په راګرځولو کې ډېر مهم رول لوبوي، موږ په دې نظر یو هر څومره چې د پولیسو او د خلکو تر منځ ارتباطات ډېر شي، همدومره د سولې او امنیت په راوستلو کې ډېر ګټور تمامیږي.))


په سویل ختیز زون کې د ورزش د پرمختیايي سازمان مشر یونس اهنګر وویل، چې
د دې پروګرامونو په پیلیدلو سره د پولیسو او عوامو تر منځ په اړیکو کې ډېروالی راغلی او ډېر کله عوامو د ځنو امنیتي او جنايي پیښو په اړه له وړاندې پولیسو ته مالومات ورکړي، چې په دې توګه د پولیسو له خوا د جرم د ترسره کېدو مخه نیول شوې ده.


قومي مشر حاجي جمال تڼی هم وايي، چې په دې وروستیو کې د عوامو او پولیسو تر منځ په اړیکو کې نږدې والۍ راغلی، خو که چیرې په خپله پولیس ورزش ته مخه کړي، حوصله او ټولنیز ارتباطات يې ښه شي، نو دا ډول اړیکې به نورې هم
ټینګې او اغېزمنې وګرځي:


((د پولیسو او عوامو تر منځ د پخوا په پرتله هغه شته اړیکې اتیا سلنه ښې شوې دي، خو که پولیس ورزش ته مخه کړي نو د دوی په لیکو کې به له هر اړخه ډېر اصلاح او سمون منځته راشي.))


یاده دې وي، چې د پخوانۍ شمیرې له مخې په خوست کې تر ۳۷ زره ډېر کسان چې ډېری يې ځوانان وو په نشه يي توکو روږدي ول، چې له دې جملي په دې وروستیو کې اته زره کسان د درملنې او ورزش له لارې د نشو راګرځیدلي، خو یو شمېر کتونکي دا شمېره او د معتادینو د درملنې شته برنامې نیمګړي ښيي او وايي،چې ځايي ادره باید په دې اړه لا نور ځواکمن او اغېزمن ګامونه واخلي

XS
SM
MD
LG