د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د وزیرستان کډوال د مرستو له کموالي شکایت کوي


د وزیرستان کډوال د مرستو په انتظار ولاړ دي
د وزیرستان کډوال د مرستو په انتظار ولاړ دي

په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د دریو سترو قومونو وزیرو، داوړو او محسودو مشران وايي، چې دوی سره په خوراکي توکیو کې یوازې د اوړو، غوړیو او دالو مرسته بسنه نه کوي، بلکې کډوالو سره دې د بورې، چای، وریژو، مۍ، لوبیا او نورو توکيو مرستې هم وشي.

دوی، چې د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو سره خبرې کولې د کډوالو پر اداره نیوکه وکړه، چې د ګلان کېمپ پرته په نورو سیمو کې په منظمه توګه مرستې نه ویشل کیږي، حال دا چې د کډوالو ډیره برخه د کېمپ څخه د باندې د خوست په نورو سیمو او ولسوالیو کې استوګنه لري.

د وزیرستانيو کډوالو مشران دوی له پاره د روغتیا او ښوونې روزنې په برخه کې هم د پاملرنې د ډېریدو غوښتونکي دي:

((زه مفتي فضل الرحمن د شمالي وزیرستان سره تعلق لرم، موږ دا وایو کله چې موږ افغانستان ته راغلو، د افغانستان خلکو زموږه سره ډېره ښه مرسته وکړه، خو یوه خبره داده چې زموږ تعداد د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږي، ځکه خلک د غرونو څخه راکوزیږي، موږ په نړیواله ټولنه غږ کوو، چې زموږ سره د شوي امداد په اندازه کې دې زیاتوالۍ راشي، د صحت به برخه کې دې هم موږ ته توجه وشي، بل طرفته زموږ د ماشومانو د تعلیم مسئله ده، چې اهمه ده او بال وبچ مو خرابیږي، غوښتنه مو داده چې د تعلیم په لحاظ دې موږ ته اسانتیاوې ډېرې شي.))

ملک مزالدین حسن خېل هم وايي،چې کډوالو له پاره دې د خوراکي توکیو په مرسته کې ډیروالی راشي:

((د ټولو متاثرینو د ساړه او د ګرمۍ غم دې وخوړل شي، دویم د کېمپ څخه د باندې متاثرینو ته دې میاشت په میاشت مرستې ورسول شی، دریم دا چې په شته مرسته چې اوړه او غوړي دي، په دې بسنه نه کیږي، دې سره په څنګ کې دې وریژې، مۍ، بوره او نور د کور ضرورتونو ته توجه وشي.))

ډاکټر حیات خان محسود وايي، که څه هم په خوست کې د کډوالو له پاره ګرځنده روغتیايي ټیمونه ګومارل شوي او په ولایتي روغتون کې دوی ته دوا درمل په وړیا ډول ورکول کیږي، خو دا هر څه بسنه نه کوي، دوی د کډوالو د زده کړو برخې ته هم د ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي:

((هسپټالونه جوړ شوي دي، په کېمپ کې هم شته او دلته په ملکي شفاخانه کې زموږ وړیا درملنه کیږي، موږ يې شکریه ادا کوو، خو پکار داده، چې د دواییو اندازه او د ډاکټرانو تعداد دې زیات شي، د روزنې په باره کې ښه ګامونه پورته شوي دي، په کېمپ کې هلکانو او نجونو ته کلاسونه خلاص شوي دي، خو په دې اړه دې پاملرنه نوره هم ډېره شي.))

بلخوا په خوست کې د مهاجرینو د ادارې سرپرست حاجي حسن محمد وايي، چې د هرې ورځې په تیریدو سره کډوالو ته په ټولنیزو خدمتونو کې ښه والۍ راځي او دوی د کډوالو د ستونزو د تشخیص او حلولو له پاره د کډوالو له منځه مشران ټاکلي، چې یاد مشران په دوامداره توګه دوی سره په اړیکه کې دي:

XS
SM
MD
LG