د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرن خان ((تصویر)) جوړېدو مرحلې او سندرې


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو له سندرغاړي کرن خان سره خبرې کړې دي چې په دې وروستیو کې یې نوی البم خپور شوی دی.

د کرن خان نوی البم ((تصویر)) نومېږي چې په اړه یې نوموړي د سندرو امېل خپرونه کې غږېدلی (ږغېدلی) دی. دی وايي، دا یې ۱۳م البم دی چې په درو میاشتو کې یې جوړ کړ او د دې له کبله یې په نوي کال کې خپور نه کړ چې د تېر کال ډېسېمبر په میاشت کې په پېښور کې پر سکول وسله وال برید وشو.

کرن خان وايي، په نوي البم کې یې له غزلونو سره نظمونه، کاکړۍ غاړې او ولسي سندرې هم شاملې کړې دي. نوموړی د سندرو د جوړولو، په هغو کې د موسیقۍ الاتو استعمال او شاعرۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

په خپرونه کې د کرن خان نوې سندرې هم درخپروو. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

کرن خان د خپل نوي البم ((تصویر)) په اړه غږېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG