د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برېښنا څانګې نجکاري ضد لاریون


په پېښور کې د واپډا کارکوونکو مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00

په پېښور کې د واپډا کارکوونکو مظاهره کړې ده

مظاهره چیانو حکومت ته دړکه ورکړه که یې غوښتنې ونه منل شوې نو په ټول هېواد کې به احتجاجي مظاهرې پیل کړې.

د حکومت لخوا د برېښنا »بجلۍ» محکمې واپډا د نجکارې مجوزه منصوبې خلاف له ټول هېواده د واپډا کارکوونکو نن «چارشنبه» د اسلام اباد پریس کلب مخې ته احتجاج وکړ او له حکومته یې غوښتنه کوله چې د واپډا نجکاري فیصله دې بیرته واخلي.

د اسلام اباد بجلې څانګې یو کارکوونکي ریاض قادر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې نن د ملک له ټولو برخو د واپډا کارکوونکو په دې غرض اسلام اباد ته راغلي دي چې د واپډا نجکارۍ خلاف خپل احتجاج ریکارډ کړي او که حکومت یې پر ضد یو څه فیصله وکړه نو د خپلو احتجاجونو لړۍ به ټول هېواد ته وغځوي.

«حکومت موږ مزدوران خرڅوي، د نجکارۍ مطلب دا دی چې موږ به یو له ټیکدار سره کار کوو، نو چې کله یو ټېکدار وغواړي نو په مزدورانو به تکلیفونه وي. د دې له وجې به د سرکار قدر هم کم شي نو موږ به اول له دوی سره خبرې کوو او که یې نه مني نو داسې احتجاج به کوو چې دوی به په تاریخ کې داسې احتجاج نه وي لیدلی«

دا شان د جهلم ښار د واپډې ایکس سي این شیر عباس وایې چې حکومت دې موږ سره مذاکراتو ته کېني نو موږ به ورته ووایو چې واپډا څومره ګټه ملک ته ورکوي.

»زموږ له نننه احتجاج پیل کړی دی، کوشش کوو چې په پرامنه توګه له حکومت سره د نجکارې دا معامله هواره کړو که په پرامنه طریقه د دې حل نه راوځي نو له واپډه سره د احتجاجونو نورې هم لارې شته چې بیا به هغه استعمالوو خو پخپل وخت باندې. اوس موږ د یو درخواست په شکل کې لګیا یو او دا چې کومې ټولګټې یا منافع بخش ادارې دې نو د دې نجکاري هېڅ جواز نه لري»

له بنو راغلي د واپډا محکمې یو بل ملازم وحید فاروق له مشال راډیو سره په خبرو کې اوویل چې حکومت له د واپډا د ملازیمینو لږ فکر پکار دی که دوی د واپډا نجکاري وکړې نو د دې ملازمینو د نوکرو به څوک ذمه وار وي.

دی وایي: «که نجکاري وشي نو بیا خو یو کمپني تباه شي، موږ حکومت ته اپیل کوو چې موږ سره دا زیاتی مه کوی، په دې کمپنې کې حکومت ته هېڅ قسمه نقصان نشته، ښه په صحیح طریقه روانه ده نو که د دې باوجود دوی دا کار کوي نو دا غلط کار دی»

د ګیدو برېښنا کوټ »پاور هاوس» يو چارواکي اې ډي ملک په وینا چې حکومت له غریب ولس سره زیاتی شروع کړی دی باید چې دا نجکارې ونکړل شي.

د ده په وینا چې د ګیدو برېښنا کوټ ۲۴ سوه مېګاواټه بجلۍ جوړوي خو د حکومت د لا پرواهۍ له وجې زموږ په شپاړلس برېښناکوټونو کې صرف څلور هغه کار کوي.

«دوی دلته نارې وهي چې بجلې نشته، برېښنا شته خو دوی پاور پلانټې چلول نه غواړي ځکه چې موږ دوی ته په اته روپۍ یونټ ورکوو او دوی پنځویشت روپو والا اخیسیتل غواړي. حکومت له منشا ګروپ سره په ګډه منصوبه جوړه کړې ده، له موږ سره زیاتی کوي. زه وزیراعظم ته ویل غواړم چې سترګې پرانیزه، په زرګونو خلکو په احتجاج دي، تاسو برېښناکوټونه خلاص کړی او موږ ته د دې لپاره ګېس او تیل راکړی»

د ذکر ده د اپوزیشن مشر خورشید شاه د واپډا نجکارۍ په اړه د واپډا ملازمینو ته وینا وه چې پیپلز ګوند له مزدورانو سره ولاړ دی او که حکومت خپله فیصله وانخیسته نو د مهمو ودانو بجلۍ به بنده کړه.

XS
SM
MD
LG