د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: انګېزه شینوارې خاورو ته وسپارل شوه


د انګېزې شینوارې د جنازې لمونځ
د انګېزې شینوارې د جنازې لمونځ

د ننګرهار د ښځو چارو مشرې انیسې عمراني په انګيزه شینواري بمي چاودنه يوه غير انساني او غیر افغاني عمل وباله

د ننګرهار ولایتي شورا وکیله چې د تيرې سېشنبې پر ورځ په جلال اباد کې په يوه بمي چاودنه کې سخته ټپي شوې وه، د دوشنبې په شپه ناوخته په کابل کې د سردار محمد داود خان په روغتون کې د سختو ټپونو له امله په حق ورسيده چې نن دوشنبه دوه بجې يې په جلال اباد کې کې جنازه ادا شوه.

د وکيلې انګېزې شینوارې د جنازې لمونځ د ننګرهار سرپرست والي مولوي عطاالله لودین ادا کړ. نوموړي د جنازې په مراسمو کې له افغان چارواکو ګيله وکړه چې ولې یې ارواښاده انګېزه شینوارې بهر ته د درملنې لپاره وانه ستوله. نوموړي وويل:

((د انګېزې د شهادت او وژنې انګيزه او علت د هغې صداقت، د هغې ایمانداي، د هغې جرات او له وطن او خپلو خلکو سره محبت او د هغې هغه ارادې وې چې د دې مملکت او د خلکو ښېګړې د امن او ثبات لپاره يې لرلې. زموږ د مشرانو نه چې په کابل کې حضور لري. زه ترې جلا ګیله من یم، چې زموږ د دې بي بي لپاره، چې هلته بستر وه ښه شرایط برابر نکړل))

انګېزه شینوارې
انګېزه شینوارې


د ننګرهار ولایتي شورا وکيل ذبیح الله زمري چې له انګېزې شینوارې د مواظبت په خاطر په کابل کې د سردار محمد داود خان په روغتون کې و، له ولسمشر او اجراییه ریسه ګيله وکړه چې د دوی د بیا بیا غوښتنو سره سره يې هم ارواښاده انګيزه شینوارې د علاج لپاره بهر هېواد ته ونه لیږله. نوموړي وويل:

((زه په ډيره خواشیني سره وایم،چې له ولسمشر سره سره ډاکټر عبدالله زموږ په حق کې دوه ګونۍ چلند کړی دی، زما غږ پر ټولو مشرقیوالو دا دی،چې زموږ د یوې خور زموږ د یوې ناورغې ټپي خور، چې د ولسونو په درد دوا کېده، د هغې په درملنه کې یې هلې ځلې نه دي کړې، موږ یې نه بخښو))


‎د ننګرهار د ښځو چارو مشرې انیسې عمراني په انګيزه شینواري بمي چاودنه يوه غير انساني او غیر افغاني عمل وګاڼه

«دا واقعا زموږ د وروڼو او خویندو لپاره ډېره غم انګېزه واقعه وه، چې غیرې انساني او غیرې اسلامي واقعه وه، چې تر دې دمه په ننګرهار کې پر یوه ښځه باندې مخامخ حمله نه وه شوې، داسې واقعه موږ په کلکو ټکو غندو او که دوی په داسې واقعو سره د ښځو روحیه ظعیفه کوي، زه فکر کوم له داسې واقعو سره د ښځو روحیه نه کمزورې کیږي لا به هم پیاوړې شي))


د يادولو ده چې د انګيزه شینواري د فېبرورۍ پر لسمه نېټه په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې په يوه بمي چاودنه کې سخته ټپې شوې وه چې د نوموړې په موټر پورې مقناطسي بم نښلول شوی و چې د چاودنې له امله يې د هغې ډرېور وژل شوي او د انګېزې په شمول په کې پنځه تنه ژوبل شوي هم وو.

XS
SM
MD
LG