د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاشغر ـ ګوادر لارې اړولو پر ضد ټول ګونديزه غونډه


د کاشغرګوادر سړک بدلولو پر ضد عوامي نيشنل ګوند ټول ګونديزه غونډه رابللې

عوامي نيشنل ګوند سبا «نهې ورځ» په اسلام اباد کې یوه ټول ګونديزه غونډه رابللې ده، چې پکې به د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه کېږي چې د بلوچستان له ګوادره د چين تر کاشغره ممکنه غځېدونکې لارې مخه دې د خېبر پښتونخوا او کوټې پر ځای پنجاب صوبې ته نه اړوي او خپله کړې فيصله دې بیرته واخلي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د عوامې نېشنل ګوند سېنېټر حاجي عديل وويل چې دوی په دې لړ کې د ملک له ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو سره تماس نيولی دی او د پاکستان پيپلز پارټۍ، پاکستان تحريک انصاف، جميعت علماء اسلام ف ډلې او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په ګډون د ګڼو نورو ګوندونو غړي به پر دې قامي مسله راغوښتل شوې ټول ګونديزه غونډه کې ګډون کوي

نوموړي زياته کړه: «له موږ سره زړې نقشې موجودې دي چې ترمخه به يې سړک د خيبر پښتونخوا، له ډيره اسماعيل خانه، د پنجاب له مياوالي، ډېره غازي خان او د بلوچستان له ژوب، کوټې او له خنجرابه ورستو ګوادر ته رسېدو خو حکومت اوس دغه لاره بدله کړې ده او غواړي چې له لاهوره، ملتانه بيا کراچۍ او له هغه ځایه د ګوادر پر سړک کار شروع کړي او دا دريځ لري چې دا منصوبه به دوی په څلور کاله کې ترسره کوي او دله ې ورستو په راتلونکیو١٥ کالو کې به دوی پر زړه نقشه کار پیلوي»

حاجي عديل وايي چې دا اقتصادي لاره ده په دې لاره به کارخانې جوړېږي، پټرول پمپونه او هوټلې به پرې جوړېږي چې ورسره به دغه سيمې ابادې شي خو حکومت د دې سيمو د ترقۍ پر ځای ټول پام لاهور ته اړولی دی.

د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی سراج محمد خان وايي: « موږ د عوامي نېشنل ګوند سره اتفاق کوؤ او حکومت ته پکار ده، چې په منصوبه کې د یو څه ډول بدلون پر ځای دې زرترزره کار پيل کړي»

خود جميعت علماء اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ غړې مولانا عطاءالرحمان وايي چې حکومت ورته باور ورکړی دیچې د ګوادر - کاشغر سړک مخه به نه بدلوي خو د دې باوجود به دوی په ټول ګونديزه غونډه کې ګډون کوي او د عوامي نېشنل ګوند له دريځهبه ځان خبروي»

ياده دې وي چې د روانې مياشتې پر لسمه نېټه د منصوبندۍ او ترقۍ وفاقي وزير احسن اقبال د جمعيت علماء اسلام ف ډلې له مشر مولانا فضل رحمان سره په ګډه خبري غونډه کې د مخالفو ډلو تورونه رد کړي ول او ويل یې چې د لارې اړولو خبرونه ريښتیا نه دي.

XS
SM
MD
LG