د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: يو انسان تښتونکی نيول شوی


د انسان تښتونې په تور نيول شوی سړی
د انسان تښتونې په تور نيول شوی سړی

د افغانستان په خوست ولايت کې پوليسو يو کس د يو ماشوم د تښتولو په تور نيولی دی. پر دي سړی دا تور هم پورې شوی چې پخوا يې په سړکونو کې بمونه ايښودل او تر دې مخکې زنداني شوی هم وو.

په خوست کې امینتي چارواکي وايي چې يو تښتول شوی ماشوم يې راخوشی کړی او د هغه تښتوونکی يې نيولی دی.

نن ماسپخين د خوست امنیه قوماندان فیض الله غیرت مشال راډيو ته وویل چې د دانش په نوم دا دري کلن ماشوم د خوست ښار د غرړومبي د سیمې اوسیدونکی دی.

فیض الله غیرت زياته کړه نيول شوی کس او راخوشي کړل شوی ماشوم خبريالانو ته وښود او وي ويل: ((نيول شوي کس په خپلو جرمونو هم اعتراف کړی دی. باید ووایم چې دی دوه کاله مخکې هم د ماین ښخوونې په جرم نیول شوی وو. دی بندي وو او یوه نیمه میاشت کیږي چې له بندیخانې خلاص شوی وو.))

د ماشوم پلار د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه چې د ده د زوی په ژغورلو کې يې بیړني اقدام وکړ. هغه د افغانستان له قضايي ادارو يا عدلیې وغوښتل چې د خطرناکو مجرمینو په خلاصولو کې دې پام کوي.

نوموړي وويل: ((له امنيتي ځواکونو خوشاله يم خو له قاضاينو مې ګیله ده چې دا ډول مجرمین باید خلاص نه کړي. که ځانمرګي دي او که نور مجرمین دا بیدار پولیس غیږه ورکوي. داسې دې څوک نه وايي چې افغان ځواکونه به مقاومت ونه کړي یا به د دې هېواد ساتنه ونکړي.))

د خوست امنیه قوماندانفیض الله غيرت په دي وروستيوو کې د دي ولايت په بيلابېلو سيمو کې د ځينې ماينونو د موندلو او له منځه وړلو خبر هم ورکړ.

XS
SM
MD
LG