د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین وايي افغانستان په یو مهم ډګر ولاړ دی


د چین د بهرنیو چارو وزیر خبري غونډي ته د وینا پرمهال
د چین د بهرنیو چارو وزیر خبري غونډي ته د وینا پرمهال

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته دا هیواد په یو مهم ډګر ودريدلی او دوی ورسره هراړخیزو مرستو ته ژمن دي.

ښاغلي وانګ ژي د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې دپاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو له صلاح کار سرتاج عزیز سره په یوه ګډه خبري غونډه کې داڅرګندونې وکړې.

نوموړي زیاته کړه :

(( د افغانستان او د سیمې د سلامتیا لپاره دا اړینه ده چې ګاونډي هیوادونه د افغانستان سره په څلورو څانګو کې مرستې وکړي. لومړی د ملي مشارکتي حکومت دې ملاتړ وکړي او د افغانستان د خاورې او خپلواکۍ دې احترام وکړي، دویمه دا چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مفاهمت لپاره دې خپل کردار ولوبوي، دریمه داچې ورسره دې اقتصادي مرستې وکړي او څلورم دا چې د نورو هیوادونو سره د افغانستان د روابطو په ټینګولو کې دې ورسره همکاري وکړي. ))

دچین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژي همدارنګه وویل چې دوی د افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل چې دپاکستان اوچین په اقتصادي راهدارۍ به هم زر کار پيل شي. د نوموړي په وینا ددې ترڅنګ د انرژۍ او د سرکونو په پروژو هم کار روان دی چې ډیر زر به یې پایلې مخې ته راشي.

دپاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزیز په دې موقع وویل دوی هیله من دي چې چین به ورسره په سیمه ایز امنیت ، اقتصاد او نورو چارو کې مرستې وکړي.

دچین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژي ددې خبرې پخلی هم وکړ چې ددوی ولسمشر به هم زر له پاکستان څخه لیدنه وکړی.

XS
SM
MD
LG