د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا ته دې د نور هېواد غوندې عدالتي نظام وغځول شي'


'نور نو قبایلي ولس ته انساني حقونه ورکړئ'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

'نور نو قبایلي ولس ته انساني حقونه ورکړئ'

د فاټا وکیلانو ټولنې مشر اعجازمومند وايي، تر هغو به خپلې هلې ځلې جاري ساتې چې ورته حکومت د نور پاکستاني ولس غوندې حقوق نه وي ورکړي.

د قبايلي سيمو وکيلانو له وفاقي حکومته غوښتنه کوي چې په فاټا کې دې سوچه عدالتي نظام راولي او د شق ٢٤٧ کې د بدلون سره سره دې په اسلام اباد هائي کورټ کې دې قبايلي خلکو تهدوه في صده نوکرۍ هم ورکړل شي.

د نهې په مازيګر اسلام اباد کې د سيفران د وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ او د قامي اسمبلۍ له سپيکر ايازصادق سره ملاقات کې د قبايلي سيمو وکيلانو له حکومته او د قبايلي سيمو له پارليماني غړيو غوښتنه وکړه چې په قامي اسمبلۍکې دې د ائين په ٢٤٧ شق کې ترميمي بل وړاندې کړي او قبايلي ولس ته دې د نورو پاکستاني ولس غوندې اختيارات او حقونه ورکړل شي.

پر دې مهال دوی دا هم غوښتنه وکړه چې د قبايلو لپاره جوړ کړل شوې د فاټا قضايي جرګګۍ »ټريبونل» درې کاله موده سر ته رسېدلې ده. نو بايد چې حکومت اوس په دغه ټريبونل کې د بيوروکراټانو پر ځای پخواني قاضیان وټاکي او هغې ته د ائين تر ١٩٩ م شق لاندې اختيارات ورکړل شي چې پکې يو تن ته د عریضې «اپيل» حق ترلاسه وي.

په دې اړه له مشال راډيو سره خبرو کې د فاټا وکیلانو ټولنې مشر اعجازمومند وويل چې دوی به تر هغه خپلې هلې ځلې جاري ساتې چې ورته حکومت د نور پاکستاني ولس په رنګ حقوق نه وي ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان د قانون مطابق په اسلام اباد هائ کورټ کې دوه في صده کوټه فاټا ته ورکړل شوي دي خو پر دې باندې هم پنجاب قابض دى.

اعجاز مومند وويل:

«اسلام اباد های کورټ چې جوړ شو نو په دې کې ټولو صوبو ته برخه ورکړل شوه چې دومره برخه د سيند دومره د پنجاب ، دومره د بلوچستان او دومره د خېبر پښتونخوا او په دې کې یي دوه في صده برخهقبايلي سيمو ته ورکړه نو پر هغه اساس موږ دا غوښتنه کوو چې د فاټا سيمې له وفاق سره تړلي دي نو د دغه قانون مطابق دې له قبايلي سيمو په های کورټ کې قاضيان هم او نوره عمله هم وټاکل شي او زه دا هم ويل غواړم چې لومړی یې له فاټا هم يو قاضي اخیستی وو خو هغه بيا لیرې کړل شو او اوس داسې ښکاري چې پنجاب دا دوه فيصده کوټه هم ختمول غواړي ځکه چې اوس هم پنجاب په دې هر څه قبضه اچولې ده ،،،،،

دا شان يو بل وکيل سميع الله اپريدي هم په دې اړه مشال راډيو ته وويل:

«موږ دا غوښتنه وکړه چې د های کورټ او سپريم کورټ اختيارات دې تر د فاټا وغځول شي او قبايلي ولس ته بنيادي حقونه ورکړئ، عدالتي نظام هلته سم کړئ.

او موږ د فرحت الله بابر په لاس په سنيټ کې يو قرداد هم وړاندې کړى وو نو موږ په هغه لړ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی دې دغه قرداد ته د قانون شکل ورکړي او په ٢٤٧ شق کې دې بدلون هم وکړل شي چې د فاټا ولس ته لکه د نورو پاکستانيانو په څېر حقونه ورکړل شي»

کله چې مشال راډيو د قبايلي سيمو د وکيلانو په دې غوښتنه د باجوړ قامي اسمبلۍ له غړي شهاب الدينه وپوښتل نوهغه وويل چې دوی په دې ملاقات کې له فاټا وکيلانو سره ملګري دي اوکوشش کوي چې زر تر زره په قامي اسمبلۍکې په دې اړه بل وړاندې کړي.

«زموږ ژمنه ده، چې که خدای کول نو موږ به په دې خپله موده کې چې دا دوی کوم اصلاحات يا بدلونونه غواړي او د نورو قبايلو څنګه غوښتنه ده هم په دغه لار به موږ دې غوښتنو ته يو قانوني حثيت ورکوو.

موږ اوس په دې اړه پوره تیاری کوو چې کله ټوله کاغذي کاروايي سرته ورسو او په لاس کې مو ټول کاغذونه موجود وي نو بيا به یې اسمبلۍ ته وړاندې کړو او دغه شان هغه بيا قايمه کميټۍ ته وليږل شي او له هغې روستو بيا دې ته قانوني شکل ورکړل شي»

ياد دې وي چې په دې روستيو کې د پاکستان پيپلز پارټۍ سېنېټر فرحت الله بابر د سپريم کورټ او های کورټ کاري چوکاټ تر فاټا غځولو او د ائين په ٢٤٧ شق کې د بدلون په اړه يو قرارداد پهسېنېټ کې وړاندې کړی وو، چې هم هغه وخت په ګډه سره منظور کړل شو.

XS
SM
MD
LG