د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد : شل وسله وال حکومت ته تسلیم شول


جلال اباد کې وسله وال حکومت ته تسلیم شول
جلال اباد کې وسله وال حکومت ته تسلیم شول


شل تنه د دولت وسله وال مخالفين له خپلو درنو او سپکو وسلو سره، د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې سره يو ځای شول.


دغه وسله والو مخالفين چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د دولت ضد وسله وال فعالیتونه کول، د یکشنبې يا اتوار په ورځ د ننګرهار د سولې له بهير سره يو ځای شول.


د ننګرهار ولايت د سولې شورا د ولايتي کميټې مشر ملک نذير په دې اړه خبريالانو ته وويل:


(( نن شل کسان د ديارلس ميله درنې وسلې او مخابرو سره راغلل او د سولې له بهير سر يو ځای شول.دوه يې په کې قوماندانان دي چې يو محمدیګل نوميږي او بل يې امجد. دوی په اچين، سپین غر، نازیانو او غني خيلو ولسواليو کې د دولت ضد فعالیتونه کول.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د دولت په وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې له وسله وال مخالفت نه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځای شي، نوموړي وويل:


((زما د هغو ځوانانو څخه چې د دولت پرضد مسلح فعالیتونه کوي، هيله او ارزو مې ترېنه دا ده چې رادې شي او د خپل دولت سره همکاري پیل کړي او د وطن په ابادۍ او سرلوړۍ کې برخه واخلي.))

د يادو وسله والو يو تن سرګروپ وايي چې له دې وروسته به د خپل هيواد د ابادۍ له پاره مټې راونغاړي.


(( زه امجد خان شینواری، د اچين ولسوالۍ اوسیدونکي يم. موږ ډير زیات تيروتي وو، موږ ډیر زیات جنګونه کړي دي، ډیرو جوماتونو کې مو ماینونه ايښي، کسان مو وژلي، مشران مو تهديد کړي، موږ به خپل پوره کوشش کړو چې نور مرور ورونه هم ديخوا راولو. موږ له مخالفت نه لاس واخيستو، وسله مو خپل اسلامي حکومت ته په ځمکه کيښوده، نور نه غواړو چې موږ جنګ وکړو.))

د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې چارواکي وايي چې د تيرو دريو کلونو راهيسې په ننګرهار کې ۴۸۸ تنه د سولې له بهير سره يو ځای شوي.


د يادولو ده چې د وسله والو له ډلې چې څوک هم د سولې له بهير سره يو ځای کيږي، تر شپږو میاشتو پورې يې قوماندان ته دیارلس زره او نورو ته يې اته زره افغانۍ هره میاشت تنخا ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG