د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي پر یوټیوب بندیز ته دوام ورکوي


YouTube Logo
YouTube Logo

پاکستاني چارواکي وايي په دي ملک کې به پر انټرنيټي پاڼه يوټيوب بنديز تر نا څرګندې مودې پورې جاري وساتل شي.

اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د يوه حکومتي چارواکي له خولې، چې نوم يې نه دی اخيستل شوی، دا خبره تائید کړې ده.

یو ورځ وړاندې هم د پاکستان د معلوماتي ټيکنالوژۍ وزيرې انوشا رحمان ويلي وو چې دا بنديز به دوام وکړي.

پاکستان د ويډيو شريکولو ويب سايټ YouTube د ۲۰۱۲م کال د سپتمبر په مياشت کې تر هغې وورسه بند کړ چې دې پاڼې د مسلمانانو د بې ګناهي په نامه يو فيلم پورته کړ.

ددې فيلم پر ضد په ټوله نړۍ کې لاريونونه وشول ځکه چې د دوی په وينا په دې فيلم کې اسلام ته سپکاوی شوی و.

XS
SM
MD
LG