د لاسرسي ځای

تازه خبر

راشد خان وايي هڅه کوي په سندرو کې نوي الات وکاروي


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې مو له دوو پېښور مېشتو هنرمندانو سره خبرې کړې دي چې وايي، هڅه کوي په خپلو سندرو کې د موسیقۍ عصري یا جدید الات وکاروي.

په دوی کې یو، راشد خان نومېږي. ده په دې وروستیو کې ځېنې سندرې ثبتې کړې دي او پر ټولنیزو ووبپاڼو یې خپرې کړې دي.

راشد خان وايي، د ده یو ملګری رحیم نومېږي چې ګیتار غږوي. د ده په خبره، دواړو سره سلا وکړه چې له نویو الاتو سره سندرې ثبتې کړي.

راشد خان وايي، په پام کې لري چې د نویو سندرو لپاره ویډیوګانې جوړې کړي او ټیلي وېژنونو ته یې ورکړي چې خپرې یې کړي.

په خپرونه کې نوې سندرې هم درخپروو. د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

راشد خان وايي هڅه کوي په خپلو سندرو کې نوي الات وکاروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG