د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نواز شریف بهرني سفرونه پر ملکي خزانه دورند بار دی'


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

د مشال راډيو د شمېرو له مخې وزيراعظم نواز شريف د ٢٠١٣ کال له جولايي مياشتېتر٢٠١٥ کال جنورۍ مياشتې ٢٥ بهرنۍ دورې کړې دي

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د ٢٠١٣ کال له جولايي مياشتي تر ٢٠١٤ کال سیپټمبر مياشتې ١٦ بهرنۍ دورې کړې دي چې پرې ٢٩ کروړه او ٤٠ لکه روپۍ لګښت راغلی دی.

د نهې پر ورځ په يو ليکل شوي ځواب کې سېنېټ ته د وزيراعظم قامي سلامتې او بهرنو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي چې د ٢٠١٣ م له جولايي بیا د ۲۰۱۴م کال تر ډیسېمبره میا نواز شریف ٢٠ بهرني سفرونه کړي دي، چې پکې د څلورو دورو په باب د خرچ معلومات تر دې دمه د اړوندو هېوادونو له سفارتي ماموریته نه دي ترلاسه شوي.

د يادونې ده چې د وزيراعظم نوازشريف د نړۍ د نورو هېوادونو دورو په فهرست کې د سعودي عربستان د دورو ذکر نشته.

د مشال راډيو د شمېرو له مخې وزيراعظم نواز شريف د ٢٠١٣ کال له جولايي مياشتېتر٢٠١٥ کال جنورۍ مياشتې ٢٥ بهرنۍ دورې کړې دي چې پکې څلور د سعودي عربستان، درې درې د چين، بریتانیا، امريکا او ٢ د ترکيې سفرونو پرته يوه يوه د افغانستان، تاجکستان، ايران، بحرين، هند، سري لنکا، نيپال، تايي لېنډ، هالېنډ او جرمني دورې شاملې دي

وزيراعظم نواز شريف په ٢٠١٣ کال کې ٩، په ٢٠١٤ کال کې ١٣ او د روان کال په جنورۍ مياشت کې يو د بحرين او دوه د سعودي عربستان دورې کړې دي.

پخوانې سفير او د خارجه چارو کارپوه بيرسټر زاهد سعيد د وزيراعظم نواز شریف بهرنیو سفرونو په اړه وايي، چې له نورو هېوادونو سره ښه اړېکو ساتلو لپاره داسې دورې ضروري وي ځکه چې په اوسني دور کې سفارتکاري یوازې د سفيرانو له لارې نه کيږي بلکې په دې لړ کې د هېواد وزيراعظم هم د نورو ملکونو دورې کوي.

خو د سياسي چارو کارپوه ايمل خټک وايي چې په دومره لږه موده کې دومره زيات بهرني سفرونه د پاکستان په ګټه نه بلکې په قامي خزانه یو دروند بوج دی.

نوموړې وايي، د دهپه فکر په دې دورو کې به ډيرې کمې داسې وي چې د هغې په نتيجه کې به پاکستان ته اقتصادي يا سياسي ګټې ترلاسه شوې وې او د يو غريب ملک د حکمران په توګه که د پاکستان چارواکي د نورو ملکونو دورې کوي هم، نو ورته له سپمولو او بچته کار اخیستل پکار دی.

ياده دې وې چې د پاکستان پيپلز پارټۍ په تېر حکومت کې د هغه وخت وزيراعظم راجه پرويز اشرف په ٩ مياشتو کې ٦ او دغه شان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني په څلور کالو او قريبا درې مياشتو کې ١٧ غير ملکي دورې کړې وې.

XS
SM
MD
LG