د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: دینی عالمان او قومي مشران له دولت سره همکار دي


د خوګياڼو ولسوالۍ يو تن قومي مشر سید جهان جهاني په خپلو خبرو کې وويل، دولت ته په کار دي چې په داسې يو کړنلاره کار وکړي چې د ولسونو باور تر لاسه کړي

د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د دغه ولایت د يو شمير ولسواليو قومي مشرانو او ديني عالمانو سره د امنيت د ټينګ او د ولسونو او حکومت تر منځ د فاصلو د راکمولو په اړه يوه غونډه تر سره کړه.

یاده غونډه چې د سیشنبې يا نهې په ورځ د ننګرهار د ښاروالۍ په ميلمستون کې تر سره شوه، د ننګرهار ولايت د يو شمير ولسواليو په لسګونو تنو قومي مشرانو او ديني عالمانو په کې برخه اخيستې وه.


د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ريس وجهی الله شینواري په خپلې پرانستونکي وينا کې وويلې:
(( موږ غواړو چې له دولت سره د ملت واټن راکم کړو. او د دولت کومې نیمګړتیاوې چې دي هغه د ولس نه واورو چې ولس موږ ته ووايي چې دغه کمبودتیاوې د دولت په پالیسۍ کې شته دی چې هغه له منځه یوسو، مخکې ولاړو او دا واټن راکم کړو.))

د خوګياڼو ولسوالۍ يو تن قومي مشر سید جهان جهاني په خپلو خبرو کې وويل، دولت ته په کار دي چې په داسې يو کړنلاره کار وکړي چې د ولسونو باور تر لاسه کړي:
(( داسې يوه کړنلاره په کار ده چې په هغې کې موږ يو بل ته لاسونه ورکړو، هغه څه چې د ولسونو مسوولت دی، په هغې کې ولسونه په اخلاص سره برخه واخلي او څه چې د دولت مسوولیت دی، هغه باید په ښه شان سره ادا کړي.))

د چپرهار ولسوالۍ يو تن قومي مشر ښایسته ګلاب مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، ولس د دولت سره همکاري لري خو دولت ته هم په کار دي چې له ولس سره همکاري وکړي:
(( موږ د ملي وحدت حکومت ته وټ ورکړی دی، حکومت مو جوړ کړی دی او د دې حکومت سره همکار يو. زموږ د ملي اردو ځوانان زموږ بچي دي، د ملي امنیت ځوانان زموږ بچي دي، ملي پولیس زموږ بچي دي، له دوی سره موږ هر وخت همکاري کوو او همکارۍ ته ولاړ يو. خو دولت څومره چې زموږ غوښتنې دي، هغومره له موږ سره همکار نه دی.))


د افغانستان د کورنيو چارو وزرات د عامه نظم پوليسو عملیاتي معين عبدالرزاق اميري چې په يادې غونډې کې يې ګډون کوی و، په خپلو خبرو کې وويل: که ولس په ريښتيني توګه د دولت سره همکاري وکړي، ضرور به امنيت تامنيږي.


(( دښمن د خپل اخيري تپ تلاش نه هم کار اخلي چې څنګه وکولای شي چې بد امني راوړي. که خلک له موږ سره همکار اوسي او دا همکاري صادقانه وي، تاسو مطمین اوسئ چې هيڅوک به ځان نه شي ښورولی او دښمن ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکول کيږي.))

خو د غونډې ګډونوال بيا په دې باور و چې ولس په هر حال کې د خپل دولت نه ملاتړ کوي، خو له دولت نه يې هم وغوښتل چې د ولسونو د سر او مال حفاظت خپل فرض وګڼي.

XS
SM
MD
LG