د لاسرسي ځای

تازه خبر

'فاټا دې د خېبرپښتونخوا برخه وګرځول شي'


"د قبايلي ولس د ښه راتلونکې لپاره چې څومره ژر کيدی شي بايد چې فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړل شي"

د سيفران لپاره د سېنېټ قايمه کميټۍ ويلي دي چې وفاقي حکومت دې په فاټا کې د پرمختګ او هلته د مسلو هوارولو لپاره یا خو قبايلي سيمې د خېبر پښتونخوا برخه وګرځوي او يا دې ورته د ګلګت بلتستان غوندې اییني حثيت ورکړل شي.

د سيفران لپاره د سېنېټ قايمه کمېټۍ لخوا د اړوندې کمېټۍ غونډه د ګل ماښام په اسلام اباد کې د سېنېټرغلام علي په مشرۍ وشوه.

پر دې مهال غلام علي وويل، چې د قبایلي سیمو په ولس کې د بې برخېتوب او محرمۍ احساس ختمولو لپاره پکار ده وفاقي حکومت د فاټا اصلاحات عملي کړي، د روزګار موقعې پيدا کړي، له بانکونو غريب ولس ته په اسانه شرطونو پور ورکړي او دا چې قبايلي سيمو کې د معدنياتو صنعت ته ځانګړې پاملرنه وشي چې ورسره د روزګار موقعې پيدا شي.

غونډې ته د سيفران وزارت سيکرېټري پير بخش جمالي وويل چې په فاټا کې د سياسي او معاشي اصلاحاتو لپاره پکار ده چې مرکزي حکومت يا خو قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړي او يا دې د ګلګت بلستان غوندې ځايي حکومت ورته جوړ کړي او که نه دغلته دې بلدياتي انتخابات وکړل شي نو اله د فاټا مسلې هوارېدی شي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د اړوندې کمېټۍ مشر سنيټر غلام علي وویل، له غونډې وروستو یې ټول وړاندیزونه د سپارښتونو په بڼه وفاقي حکومت ته ولېږل چې ژر تر ژره پرې عمل وکړي:

«په غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې په نړۍ کې خلک د شاته پاته سيمو لپاره ځانګړې پانګه اعلانوي خو له بده مرغه تر اوسه د فاټا احساس محرومۍ ختمولو لپاره هېڅ سنجيده کار نه دی شوی، نو موږ له حکومته غوښتنه وکړه او په دې لړ کې مو ورته سپارښتونه ورولېږل چې د فاټا پرمختګ لپاره کوټلي اقدامات وکړل شي او هلته دې د معدنياتو صنعتونو ته خصوصي پاملرنه ورکړل شي چې دغلته ځوانانو ته روزګار ورکړل شي. د سيفران سيکرېټري د سپارښتونو په رڼا کې مو له حکومته غوښتنه وکړه چې قبايلي سيمو ته دې جلا صوبايي حيثيت ورکړل شي او يا دې په خېبر پښتونخوا صوبه کې یوځای کړل شي»

له مشال راډيو سره په خبرو کې د حکومتې ډلې مسلم ليګ ن له فاټا د قامي اسمبلۍ غړی غالب خان وايي، چې دوی به د ولس په خوښه فاټا ته حثيت ورکولو لپاره هلې ځلې کوي:

«خپل مې دا خواهېش دى او دا غوښتنه مې ده او د دې لپاره به هلې ځلې هم کوم او د فاټا د ولس د خواهشاتو مطابق که ځانته صوبه غواړي او که په خېبر پښتونخوا کې شاملېدل غواړي خو موږ به اکثريت ته ګورو چې څه د دوی خوښه وي هغه به کوو خو زه په ځاني توګه د بېلې صوبې په حق کې يم او ما د دې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي»

خو پوښتنه دا ده چې د قبايلي ولس په ګټه به د فاټا په خېبر پښتونخوا کې شاملېدل او که نه د بېلې صوبې جوړول غوره وي، په ځواب کې یې په پېښور کې خبريال او د قبايلي چارو شنونکی شمس مومند وايي:

«په قبايلي سيمو کې چې څومره هم محکمې کار کوي، که هغه د صحت محکمه ده که د تعليم محکمه ده او که هغه د سي اېن ډبليو ده، څومره چې هم محکمې دي نو په دغه کې اتيا فيصده د خېبر پښتونخوا صوبې ملازمين کار کوي او دغه رنګ د قبايلي سيمو ولس هم د خېبر پښتونخوا صوبې ته اړتيا لري نو زه فکر کوم چې د قبايلي ولس د ښه راتلونکې لپاره چې څومره ژر کيدی شي بايد چې فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه کې شامله کړل شي»

د ذکر ده چې تېرو وختونو کې هم وخت په وخت د قبايلي سيمو سياستوالو او مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې فاټا ته دې بېل اییني حثيت ورکړل شي او دغه رنګ په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم د عوامي نېشنل ګوند په مشرۍ پخواني حکومت په دې لړ کې يو پرېکړه لیک »قرارداد» کې غوښتنه کړې وه چې قبايلي سيمې دې په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي.

XS
SM
MD
LG