په خوست کې یو شمېر علمي، فرهنګي او ټولنیز شخصیتونه وايي، چې اوسمهال په پښتون قوم کې حوصله او د منښتې صفت ډېر شوی او پښتانه د هر هغه چاته درنښت او عزت کوي، چې د دی لوی ټبر د ژوند او فرهنګ د ودې او پرمختګ له پاره رښتینی خدمت کوي.
دوی دا څرګندونې د شنبې په ورځ مشال راډیو سره د دې سیمې د یو لیکوال، شاعر او ژورنالېست سخي سرور مېاخيل د غوره کلتوري خدمتونو د ستاینغونډې پر مهال وکړې.
لیکوال او ژورنالیست ګل شریف هڅاند وویل، چې اوس د پښتنو په سیاسي او ټولنیز شعور کې پرمختګ شوی او دوی د پخوا زمانو په شان یوازې مړي نه نمانځې، بلکې هغه شخصیتونو نمانځنه او هڅونه هم کوي، چې د دوی ادب او فرهنګ ته په خدمت لګیا دي:
((یو بیت دی، په هر قوم کې په ژوندونه قدرداني وي، پښتانه چې کله مړه شي قدردان شي، خو له نیکه مرغه په خوست کې د فرهنګ د ډګر نومیالي غواړي، دې فرهنګ ته ورځ تر بلې تغیر ورکړي، په دې ترتیب چې په دې وروستیو کې خوستیو ځوانانو د حماسي شاعر روغ لیوني، د ادیب او کره کتونکي استاد فیض محمد فیاض، همدارنګه زما د ماتو ګوډو کلتوري هڅو قدرداني وکړه.))
الحاج سخي سرور میاخېل په دې وروستیو کې د تلویزیوني ژورنالیزم په نوم کتاب لیکلی، چې د دې کتاب په بډاینه او محتوايي غنا کې د ډېرو ښو داخلي او بهرنیو اثارو څخه د ماخذنو په توګه استفاده شوې ده، میاخېل د علمي او اکاډمیکو تالیفاتو تر څنګ لنډو تلویزیوني ډرامو، سریالونو همدارنګه مستندو او هنري فلمونو ته داستانونه هم لیکي.
شاعر او لیکوال طالب منګل وايي، چې میاخېل د علمي هڅو تر څنګ د منجمنټ او مدیریت ښه وړتیا هم لري:
((ښاغلي میاخېل صیب سره زه په یوه اداره کې نږدې پاتې شوی یم، هغه نه یوازې یو ښه لیکوال، شاعر او ژورنالېست دی، تر څنګ يې هغه یو ښه مدیر او منیجر هم دی، دی تل هڅه کوي هغه وړتیاوې چې لري، نورو ځوانانو ته يې هم وورښيي او همیشه غواړي، چې ځوانان وروزي.))
د نظر خاوند نصیراحمد روښان په خوست کې د کتابلیکنې د وروستیو هڅو ګټورو پایلو ته هیله من دی:
((په تېرو څو کالونو کې لیدل شوي، چې په پښتو ژبه کې علمي اثار ټولنې ته وړاندې شوي، په ځانګړي ډول د پوهنتونونو له پاره ډېر علمي او اکاډمیک اثار چاپ شوي دي، زه په دې باور یم که دا بهیر په همدې توګه تداوم پیدا کړي، دا به د پوهنتونو د علمي کچې د لوړیدو تر څنګ د ژبو د انکشاف سره هم ډېر مرستندویه واقع شي.))
لیکوال او ژورنالېست سخي سرور میاخېل په ځانګړي ډول د پښتون قوم د ادیبانو او علمي شخصیتونو اوسني زغم او حوصلې ته په کتو وايي، چې دوی د خپلو خدمتګارانو ډېر واړه خدمت ته هم د درنښت او احترام په نظر ګوري، نو دا ډول ستاینغونډې دوی ته حوصله ورکوي، چې باید په نه ستړي کیدونکي ډول خپلې ژبې او ادب ته خدمت وکړي.
یاده دې وي، په دې وروستیو کې په خوست کې یو شمېر لیکوالو او علمي شخصیتونو لسګونه عنوانه بیلابیل سیاسي، علمي او ټولنیز کتابونه چاپ او خپاره کړي دي، د دې ترڅنګ ځوانانو هم د دا ډول علمي او ټولنیزو هڅو د تشویق له پاره بیلابیلې برنامې، نمانځغونډې او ستاینغونډې جوړې کړي، چې په ټوله کې ګټورې تمامې شوې دي.