د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا ولایتي شورا هم خپله دروازه وتړله


له ولایتي شوراګانو څخه د څار او نظارت حق تر اخیستل کېدو وروسته د شنبې په ورځ د پکتیکا ولایتي شورا غړو هم د شورا دروازه وتړله.

له ولایتي شوراګانو څخه د څار او نظارت حق تر اخیستل کېدو وروسته د شنبې په ورځ د پکتیکا ولایتي شورا غړو هم د شورا دروازه وتړله.

ولسي جرګې د تیرې چهارشنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو قانون تعدیل کړ او پر محلي ادارو يې د ولایتي شوراګانو د څار صلاحیت واخیست.

د ولسي جرګې د دې پریکړې په اعتراض کې د سویل ختیز زون د څلورو ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ولایتي شوراګانو دروازې وتړل شوې.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري مشال راډیو ته وویل، چې د ولسي جرګې ډیری غړی په خپلو ولایتونو کې پروژې لري، په ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو پرته حکومتي ادارې د وکیلانو په پروژو کې د فساد مخه نه شي نیولای، نو په همدې خاطر دوی دا فیصله کړې چې د ولایتي شوراګانو د نظارت واک واخلي.

((دوی دا کار د خپلو شخصي ګټو لپاره کړی، نور دوی هیڅ قانع کوونکی دلیل نلري، د ولسي جرګې وکیل په پنځه کلونو کې ولایت ته نه دی راغلی، خو ولایتي شورا هره ورځ د سهار له اتو د مازیګر تر څلو بجو د خلکو سره په ادارو ګرځي او له ادارواو پروژو څارنه کوي او د ولس غم خوري، نو زمونږ د ولایتي شورا دروازه به تر هغه وخته تړلي وي چې، ولسمشر زمونږ دا غوښتنه ومني.))

په پکیتکا کې د سواد مدني ټولنې مشر محمدالله همت یار وايي، چې د ۱۳۹۳ کال د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې تر یوه بریده له فساده پاک او با استعداده ځوانان کامیاب شوي او تر ډېره یې د ولایتونو په سطحه د فساد مخه نیولې نو په همدې خاطر ولسې جرګې د خپلو ګټو د خوندي کولو په خاطر د ولایتي شوراګانو د نظارت حق سلب کړی دی:

((موږ د پکتیکا مدني ټولني د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځي پریکړه په کلکو ټکو غندو، مونږ لومړی د ولسي جرګې څخه غواړو چې د اپریکړه بیرته واخلي او که که دوی دا پریکړه نه اخلي نو له ولسمشر څخه جدي غوښتنه کوو چې د ولایتي شوراګانو د واک په برخه کې یو تقنیني فرمان صادر کړي او که ولسمشر هم دا کار ونه کړي مونږ به خپل مدني حرکتونه پیل کړو.))

د يادونې ده، چې ولسي جرګې د ولايتي شوراګانو د قانون طرحه تېر کال د مرغومي په ٢١مه تصويب کړه، خو په دغه قانون کې يې ولايتي شوراګانو ته د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د څار حق نه و ورکړى، خو مشرانو جرګې پر سيمه ييزو ادارو د ولايتي شوراګانو څار دددې شوراګانو دنده او حق بللى وو.

د ولسي جرګې د تیرې چهارشنبې ورځې په غونډه کې له حاضرو ١٩٧ تنو څخه ١٤٧ تنو رايه ورکړه، چې ولايتي شوراګانو ته دې د څار او نظارت حق نه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG