د لاسرسي ځای

تازه خبر

“۲۳ دیني مدرسو ته د بهرنیو هېوادونو مالي مرستې راځي”

د پاکستان وزير مملکت بلیغ الرحمان ويلي دي چې په هېواد کې ۲۳ ديني مدرسې له بهرنیو هېوادونو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

د پاکستان وزير مملکت بلیغ الرحمان ويلي دي چې په هېواد کې ۲۳ ديني مدرسې له بهرنیو هېوادونو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

نوموړي د جمعې پر ورځ سينټ ته په خپله وينا کې وويل چې په خېبر پښتو نخوا کې ۱۲ ، بلوچستان کې ۹ او سیند کې یوې ديني مدرسې ته د ايران، سعودي عرب، کويت، قطر او متحده عرب اماراتو لخوا مالي مرستې ورکول کېږي.

بلیغ الرحمان زیاته کړی چې دغه مالومات دوی ته د يادو درېواړو صوبو د پوليسو مشرانو ورکړي دي، د ده په خبره پنجاب صوبه کې يوه هم داسې مدرسه نشته چې ورتهله بهره مالي مرستې ورکړل کېږي.

پر دې خبره د پيپلز پارټۍ او عوامي نشنل ګوند د سېنټ غړو احتجاج وکړو.او وي ویل چې تېره هفته د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي وو چې پنجاب کې هم داسې مدرسې شته چې له بهره ورته پېسې ورځي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG