د لاسرسي ځای

تازه خبر

“هند د امنیت شورا د غړیتوب جوګه نه دی”


پاکستان وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هند د مستقل غړیتوب په اړه د اصولو په بنیاد تحفظات لري.

پاکستان وايي د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د هند د مستقل غړیتوب په اړه د اصولو په بنیاد تحفظات لري.

دا خبره نن (پنجشبه) د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې تسنیم اسلم په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر وخت وکړه.

تسنیم اسلم وویل چې نویو هېوادونو ته مستقل غړیتوب ورکول یو هېواد ته د پراخو اختیار اتو ورکولو په مانا ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا نوره غیر جمهوري کولی شي. هغې زیاته کړه:

"هند د ملګرو ملتونو امینت شورا د قراردادونو سرغړونه کړې ده. په دې کې په تېره د سولې او امنیت سره تړلې خبرې راځي لکه د جمو کشمیر تنازعه او د هغه ځای د خلکو حقونه، نو داسې ریکارډ لرونکی یو هېواد څنګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا مستقل غړی جوړېدای شي."

تسنیم اسلم وویل چې پکار ده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې اصلاحات د غړیو هېوادونو ارمانونو ته په کتلو سره وکړل شي.

د پاکستان لخوا دا غبرګون په دې ورستیو ورځو کې هند ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما تر سفر وروسته مخې ته راغلی دی.

XS
SM
MD
LG