د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د لوړو زده کړو لپاره د کانکور ازموینې پيل شوي


د ننګرهار ولايتي شورا استازی ډاکټر لال محمد دراني هم د تيرو کلونو پر تله د کانکور د ازموینې سږنی بهير شفاف وګاڼه.

په ننګرهار کې د څه باندې دولس زرو هغو زده کوونکو څخه د کانکور ازموينې پيل شوي چې له دولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي چې دولس سوه تنه په نجونې دي.
د ننګرهار پوهنتون چارواکي وايي چې دوی به سږکال څلور زرو تنو پورې زده کوونکي په پوهنتون کې د لوړو زده کړو لپاره جذب کړي.

په ننګرهار پوهنتون کې لوړو زده کړو لپاره د کانکور د دويمې ورځې ازموینه د دوشبنې په ورځ واخیستل شوه.
د ازموینې د څارنې په خاطر له کابل څخه دیرش کسیزه پلاوی هم راغلی او ملي امنيت پر منسوبینو سربيره تر دوه سوه تنو پورې د پوهنتون استاذان د امتحان له صحنې څخه څارنه کوي.
د ننګرهار پوهنتون مطبوعاتي مسوول فضل علي فاضل په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:
(( په دغه ازموینه کې له ۱۲۷۲۰ تنو څخه امتحان اخيستل کيږي چې د دې له جملې څځه يې دولس تنه نجونې دي. د ننګرهار پوهنتون تقریباٌ د څلور زرو تنو پورې ضرفيت لري))

د کانکور د ازموینې د څارنې لپاره د لوړو زده کړو له وزارت څخه ديرش کسیز پلاوی هم راغلی، د دغه پلاوي مشري پوهاند دوکتور عبدالباقي حصاري کوله، نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له هیچا سره به رعایت ونه کړي او هر څوک به په خپلې وړتیا سره بریالي کيږي.


(( څه شی چې ډير مهم دی، هغه شفافیت دی. دلته هيڅچا ته اجازه نه ورکول کيږي چې په اکاډيميک امورو کې لاسوهنه وکړي، دلته په اساس د اهلیت او قابليت هر څوک د خپلې خوښې پوهنځي ته کاميابيږي.))



د ننګرهار ولايتي شورا استازی ډاکټر لال محمد دراني هم د تيرو کلونو پر تله د کانکور د ازموینې سږنی بهير شفاف وګاڼه.


(( که ووايو چې په تيرو څو کلونو کې داسې برابره او شفافه صحنه نه وه برابره شوې، امتحان ډير ښه روان دی، امیدوار يو او الله ته به دعا کوو چې نتیجه يې هم ډیره ښه راووځي.))

زده کوونکي خوشاله و چې د ازموینې په ورکولو سره به د خپلې خوښې پوهنځيو ته بریالي شي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( نوم مې شاهد الله دی، امتحان ته مو ډیره ښه اماده ګي نيولي، د امتحان صحنه هم صفا ده، ډیره شفافه ده. نه په کې ټګي شته او نه په کې درغلي شته. استاذان هم ښه منظم دی او هيیتان هم ښه منظم دي.))
(( نوم مې نورس دی، امتحان مو د امنیت په فضا کې دی او موږ هم کوشش کوو چې خپلې پرچې ښه حل کړو، هلکان هم کوشش کوي او جینکۍ هم کوشش کوي.))

د يادولو ده چې په ننګرهار کې د لوړو زده کړو لپاره د کانکور ازموینه د اتوار په ورځ پیل شوې چې تر سیشنبې ورځې پورې به دوام وکړي چې هره ورځ له څه باندې څلورو زرو تنو څخه ازموينه اخيستل کیږي.

XS
SM
MD
LG