د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د پوليو په ضد ځانګړی درې ورځنی کمپاين پيل شو


جلال اباد کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کیږي
جلال اباد کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کیږي

د ننګرهار او کونړ په هغو ولسواليو کې د پوليو په ضد د ویکسینو درې ورځینی ځانګړی کمپاين پیل شو چې د پوليو د ويروس له ګواښ سره مخ دي.

د ننګرهار د عامې روغتیاد ریاست یو چارواکي ډاکټر محمد اشرف احمدزي د کمپاين د پرانستې پر مهال وويل چې په دغه کمپاين کې به تر څلورو لکو پورې هغو ماشومانو ته د پوليو په ضد د ويکسينو دوه څاڅکې ورکول کيږي چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي. نوموړي وويل:


د ننګرهار په دريو ولسواليو، لالپوره، بهسود او جلال اباد ښار کې او د کونړ په پينځو ولسواليو، اسداباد، وټه پور، چپه دره، پيچ دره او مروره کې دا کمپاين تر سره کيږي. په ننګرهار کې د ۸۷۴ روغتیايي کارکوونکو په واسطه ۱۴۸۵۲۸ کسانو ته او په کونړ کې د ۴۶۵ کارکوونکو په واسطه ۵۵۴۱۹ تنو ته او د حوزې په سطحه باندې د ۳۴۳ کارکوونکو په ۲۰۳۹۴۷ ماشومانو ته د پوليو ويکسين تطبیقيږي.



يوه مور چې خپل ماشوم يې ويکسینو ته راوستی و، مشال راډيو سره په خبرو کې یې په ټولو میندو غږ وکړ چې خپل ماشومان ويکسین کړي او د پوليو د لا علاجه مرض څخه يې وژغوري.


ما خپل ماشوم راوستی و، ويکسين مې کړل، زما د ټولو ميندو او خویندو نه خواهش همدا دی چې خپل ماشومان هغه نږدې کلنيکونو ته او يا هغو ټیمونو ته چې په کورونو ګرځي، ویسي، که ویده وي له خوبه يې پاڅوي او که ناروغه هم وي، بايد خپل ماشومان ويکسين کړي.


د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې په ۲۰۱۵ کال کې د پوليو کومه نوې پيښه نه ده ثبت شوې خو زیاتوي چې په ۲۰۱۴ کال کې په ختيځو ولایتونو کې د پوليو شپږ پيښې ثبت شوې وې چې درې يې په ننګرهار، دوه يې په لغمان او يوه هغه يې په کونړ ولایت کې وه.

XS
SM
MD
LG