د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپلې ميرمن ته په يو وخت درې واره طلاق ویل جرم دى


مولانا محمد خان شيراني
مولانا محمد خان شيراني

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل خپله فيصله کې د يو تن خپلې ميرمن ته په يو ځل درېواره طلاق ویل ناقانونه ګرځولی دی او ويليکه چا داسې وکړل نو پر ضد به یې قانوني کاروایيوشي.

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل خپله فيصله کې د يو تن خپلې ميرمن ته په يو ځل درېواره طلاق ویل ناقانونه ګرځولی دی او ويليکه چا داسې وکړل نو پر ضد به یې قانوني کاروایيوشي.

د چارشنبې پر ماښام اسلام آباد کې د مولانا محمد خان شيراني په مشرۍ کې شوې غونډه کې فېصله وکړې شوه چې د خپلې ميرمن ته د طلاق ورکولو سمه طريقه دا ده چې په يو وخت يو طلاق ورکړل شي او که چيرې يو تن پر یو وختدرې ځله طلاق وايي نو دا د سنت خلاف دي او دا به جرم ګرځولې شي.

(( که يو تن په يو وخت کې د دريو طلاقو په نوم اخستو طلاق ورکړي نو طلاق خو به وشي ځکه چې د درې هندسه ده وويله خو دا به د سزا وړ وي او که چرې يو سټامپ خرڅونکي د دريو طلاقو شټامپ وليکلو نو هغه ته به هم سزا ورکول کيږي ځکه چې دا د سنت خلاف عمل دى او د سنت خلاف عمل ناخوښونکې عمل دى او په شرعي لحاظ سره دا ودرول ضروري دي))

هم دا راز چې مشال راډيو په دې اړه د قانوني چارو تجزيه کار وکيل اکبر هوتي نه وپوښتل چې څنګه د نکاح په وخت د جينې نه د هغې رضا پوښتل کيږي نو ايا د پاکستان مسلم فيملي لا ارډيننس کې په دې اړه داسې څه شته نو هغه وويل:

(( نکاح د يو دوو کسانو ترمينځه يوه معاهده ده او د په خپل مينځي خوښې او رضا باندې کيږي او په دې کې د دواړو رضا يو ضروري عمل دى نو که دا رنګ د دواړو يعني ښځې او خاوند پر مينځ کې څه مسلې پيدا شي او يو بله سره وخت نه تيروي نو د مسلم فيملي لا ارډيننس د سيکشن ٧ -١ تر لاندې که يو سړې خپلې ميرمن ته طلاق ورکوي نو هغه به د يونين کونسل چيرمين په دې خبروي او که چرې هغه بله کومه لار خپل کړه نو دا به د پاکستان د قانون مطابق د جرم حق دار ګڼلې کيږي

نو په دې موقه د يو وکيل په حيث زه دا ويل غواړم چې کوم حق موږ په نکاح کې بل فريق يعني ښځې له ورکوو نو دا رنګ د طلاق په وخت هم د دواړو تر مينځه اتفاق ضروري دى خو د بده مرغه موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د زنانوو حقونه وهو

نو باید چې دا ټول شيان په نظر کې وساتل شي او داسې قانون سازي وکړل شي چې د زنانو د حقونو خيال پکې وساتل شي ))

په دې موقع کونسل ې ماشومانو ته جسماني سزا ورکول غلط عمل دى او دې لړ کې به کونسل ډير زر د اسلام د تعليماتو په رڼا کې خپله فيصله ورکړي

XS
SM
MD
LG