د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر نوې کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړه


ولسمشر اشرف غني نن (سېشنبه) په رسمي توګه څلوریشت کاندید وزیران او د دوو خپلواکو ریاستونو کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي کړل.

ولسمشر اشرف غني نن( سېشنبه) په رسمي توګه څلوریشت کاندید وزیران او د دوو خپلواکو ریاستونو کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستولپاره معرفي کړل.

که څه هم د کابینې په یوشمیر غړو د غیر مسلکیتوب او دوه ګوني تابعیت تورونه لګول شوي؛ خو ولسمشر اشرف غني وایي، له ډیرو مشورو وروسته یې دا کابینه جوړه کړې ده.

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د څلورویشتو کاندید وزیرانو او دوو خپلواکو رییسانو د معرفي کیدو په غونډه کې ټینګار وکړ چې د کابینې دا غړي به ولس او جمهوري ریاست ته ځواب ویوونکي وي:

"زه نن په ډېر درنښت د افغانستان د حکومت نوې کابینه داعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره تاسې ته معرفي کوم؛ له تاسې نه مو یوه برخه واضح پیغامونه ترلاسه کړي؛ تاسې چې د ملت استازي یاست تشخص کړي مو دي؛ کابینه به ولس تاسې او ماته ځواب ویوونکې وي."

محمد اشرف غنې له وکیلانو وغوښتل چې وزیرانو ته دې وخت ورکړي، چې په اوو میاشتوکې خپل کارونه منسجم او ترلاس لاندې پروګرامونه پلي کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه ولسي جرګه د قانون له مخې صلاحیت لري چې دا کابینه تاییده او یاهم د عدم اعتماد رایه ورکړي.

په پارلماني چارو کې د دولت نوي ټاکل شوي وزیر غلام نبي فراهي په ولسي جرګې کې د دې کاندید وزیرانو سوانح بیان کړې او له دې سره په پخواني لست کې د دوو کاندید وزیرانو نومونه بدل شوي وو.

پخوا مالیې وزرات ته غلام جیلاني پوپل او اوبو او انرژۍ وزارت ته محمود صیقل کاندیدان وو؛ خو د نوي لست له مخې مالیې وزارت ته اکلیل حکیمي او د اوبو او انرژۍ وزارت ته عبدالرحمن صلاحي نومول شوي دي.

د ولسي جرګې په دې غونډه کې د کرنې وزارت ته د کاندید محمد یعقوب حیدري چې د نړیوالو پولیسو ترتعقیب لاندې دی په اړه څه ونه ویل شول او د کرنې وزارت د کاندید نوم وانه خیستل شو.

د ولسي جرګې ځینو غړو وویل چې ممکن د کرنې وزارت ته کاندید وروسته ور معرفي شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې لومړی منشي انجینر سید اکرام وایي چې ور معرفي شوي کاندیدان به؛ د چهارشنبې، پنجشنبې او شنبې په ورځ په وار وار خپل پروګرامونه تشریح کړي او راتلونکې یکشنبې به ورته د رایې ورکولو بهیر پیل کړي:

"چارشنبه، پنجشنبه او شنبه به دوی په ګروپي ډول ولسي جرګې ته راځي او خپل پروګرامونه به ارایه کوي؛ احتمال لري چې د یکشنبې پر ورځ د باور رایې صندوق ورته کېښودل شي؛ په هغه صورت کې به رایه ورکول کیږي چې د دوی د تحصیلي اسنادو او د دوه ګوني تابعیت موضوع حل وي؛ یابه ورته د تایید او یا هم د رد رایه ورکړل شي."

هغه زیاته کړه ولسي جرګې معلومات ترلاسه کړي چې لاهم په معرفي شوې کابینه کې له اتو تر لسو پورې داسې کاندید وزیران شته چې د تحصیلي اسنادو او د دوګوني تابعیت ستونزې لري.

له دې وړاندې د ولسي جرګې غړیو په خپلو غونډو کې په څو ځلي دا ټینګار کړی و چې هغه کاندید وزیرانو ته به چې دوه ګونی تابعیت ولري د تایید رای ورنه کړي.

خو معلومه به شي چې ولسي جرګه به دې کاندید وزیرانو ته د رایې ورکولو پر مهال څومره له دقته کار واخلي او د بې طرفۍ اصول به په پام کې ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG