د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منګلو مشران پر دوی د هوايي برید پلټنه غواړي


د منګلو د قوم یو شمېر اوسیدونکي د افغان حکومت او ایتلافي قواوو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د هغه هوايي برید پلټنه دې وکړي، چې څلور ورځې مخکې د دوی پر مشرانو د موسی خېلو ولسوالۍ د شولګر په سیمه کې شوی دی.

د منګلو د قوم یو شمېر اوسیدونکي د افغان حکومت او ایتلافي قواوو څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې د هغه هوايي برید پلټنه دې وکړي، چې څلور ورځې مخکې د دوی پر مشرانو د موسی خېلو ولسوالۍ د شولګر په سیمه کې شوی دی.

دوی وايي، چې دا برید که څه هم ځاني زیان نه لري، خو د دې امکانات وو، چې په یو پیکب ګاډي کې، چې قومي مشران په کې ول او د ایتلافي قواوو د هوايي برید لاندې راغی، د لګیدو په صورت کې ټول مشران له منځه تللي وای.

دوی همدارنګه زیاتوي، چې خواوشا دوه کاله وړاندې هم د دوی د سیمې اوه تنه اربکیان د موسی خېلو د بازي په سیمه کې د ایتلافي قواوو په ورته هوايي برید کې وژل شوي ول.

منګل وايي، دا برید د سه شنبې په ورځ د موسی خېلو د شولګر په سیمه کې د ورځې درې نیمې بجې دا سې مهال شوی، چې په دې پیکب ګاډي کې د منګلو نهه تنه قومي مشران په کې ول.

د منګلو اوسیدونکي د دې برید څخه د اوښتي مالي زیان د ورکولو غوښتنه هم کوي.

د پيښې عیني شاهد د موسی خېلو د خاونه کلی اوسیدونکی حاجي ململ وویل، چې د برید پر مهال ګاډی د تګ په حال کې وو، نو ځکه یوازې موټر زیانمن شو او سپرلی ته يې تاوان ونه رسید.

د منګلو د سیمې یو تن قومي شمر حاجي حیدرګل منګل مشال راډيو سره په خبرو کې د ایتلافي قواوو او افغان امنیتي قوتونو څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلونکې کې دې، په کلکه د داسو پيښو مخنیوی وشي.

نوموړی زیاتوي، که چیرې دا ډول عمل بیا هم تکراریږي، نو د منګلو لوی قوم به د حکومت سره خپلې اړیکې پرې کړي:

((دا دویم ځل دی چې د منګلو په مشرانو او کشرانو باندې د ایتلافي قواوو له خوا بمباري کیږي، موږ د خپل دولته نه او د ایتلافي قواوو نه جداً خواهش کوو، چې د دا ډول عمالو مخه ونیسي، که دا ډول بیا تکرار شي، نو موږ به بې تفاوته پاتې نه شو، موږ به د خپل حکومت سره بایکاټ اعلان کړو، په دې پيښه کې چې کوم مالي نقصانات رسیدلي دي، د هغو هم غوښتنه کوو، چې زیانمنو ته دې خپل خسارات ورکړي.))

همدارنګه د قلندر ولسوالۍ د پرمخیتايي شورا مشر ګلاب منګل وايي، که په دې پيښه کې خدای مکړه قومي مشران ضایع شوي وای، نو دې کار سره به د حکومت او منګلو قوم په منځ کېستر واټن پیدا شوی وای.

دی وايي، که چیرې په بمباریو او عملیاتو کې د ایتلافي قواوو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ همغږیتوب موجود نه وي، نو دا کار به په بنیادي توګه افغان حکومت ته دروند زیان واړوي او د هغو څخه د پيښيدونکو بدو عواقبو جبران به ونه شي:

((موږ د ایتلافي قواوو، په خاصه توګه ولایتي ادارې او نظامیانو نه دا غوښتنه کوو، چې باد د دوی تر منځ هماهنګي موجوده وي، دوی که راپور اخلي باید دقیق يې واخلي، او که چیرې دا ډول بریدونه بیا رامنځته شي، نو موږ به سوله ییز لاریونونه راوباسو، دولت سره به بایکاټ اعلان کړو، او دا ولسي څپه به بیا هېڅکله دولت کنټرول نه کړای شي، ځکه دا یو لوی نقصان دی، .))

بیا بل لور ته د خوست امنیتي چارواکي د دې هوايي برید په اړه ناخبري ښيي او وايي، چې په دې اړه دوی ته کره مالومات نه دي رسیدلي.

د خوست د امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت د دفتر یو مسوول مشال راډيو ته وویل، چې د سېشنبې په ورځ د موسی خېلو په ولسوالۍ کې یو شمېر ډزې اوریدل شوي، خو د ایتلافي قواوو د برید په تړاو کوم مالومات نه لري.

د موسی خېلو په ولسوالۍ کې داسې مهال په قومي مشرانو د هوايي برید خبره کیږي، چې د څو ورځو راهیسې یو ځل بیا د منګلو او مقبلو قومونو تر منځ د بازي غره او سنځلی دښتې د ملکیت پر سر وسلواله نښته پیل شوی او دواړو لورو ته په کې مالي او ځاني زیانونه اوړیدلي دي.

د دې قومي نښتې د تلفاتو په اړه لا هم ضد او نقیص رپوټونه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG