د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ماشومان له تشدده کورونه پرېږدي


د ماشومانو لپاره د کارکونکي غیر سرکاري تنظیم سپارک د کراچۍ منیجر زاهد تیبو وایي په کورونو کې جنګ جګړې ددغو ماشومانو د خپلو کورنو څخه د تیښتې سبب ګڼي

کراچۍ: په پاکستان کې له ماشومانو سره په کورنو ترسره کیدونکی تشدد ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. په کراچۍ کې د خیریه ادارې ایدهي فاونډیشن ترجمان انور کاظمي وایي له تېرو پنځه شپیته کالونو راهسې د دې خیریه ادارې سره کار کوي او په دې موده کې یې په زرګونو ماشومانو د دوی ادارې ته ورغلي چې د وهلو ټکولو له امله له کورونو تښتېدلي وي:

«غربت زیات دی، اکثره کورونو کې اته او لس ماشومان وي او د ګټې وټې یو تن وي، د دغو ماشومانو ضرورتونه نه پوره کېږي، کله دوی د دغو اړتیاو د پورا کیدا لپاره ماشومان غلا کوي ،یا دوي د نورو هغو لارو څخه چې مور او پلار یې پرې خفه کیږي دوي د خپلو ضروریاتو لپاره د هغې کار اخلي چې له امله یې دوي د وهلو او ټکولو سره مخ کیږي او په دې توګه دا ماشومان له کوره تیښتي»

انور کاظمي وایي ددغو ماشومانو عمرونه له څلورو څخه تر دو لسو کلونو ترمنځ وي . د کور نه د تیښتیدو روسته دا ماشومان زیاتره د سرکونو په غاړو اوده کیږي، ځینې خیریه ادارو ته ځي، یو شمیر ماشومان په زیارتونو او پارکونو کې ویده کیږي او ځینې یې د اورګاډو په سټیشن او پاټلو غاړې ته د شپې تیرولو لپاره ځي .

د هغه په خبره دغه ماشومان د ډوډوۍ پیدا کولو لپاره اکثر غلاوې کوي او کچ ماشومان او جونه خیرات ټولوي او په دې توګه دوي د سرک په غاړه لویږي.

د ماشومانو لپاره د کارکونکي غیر سرکاري تنظیم سپارک د کراچۍ منیجر زاهد تیبو وایي په کورونو کې جنګ جګړې ددغو ماشومانو د خپلو کورنو څخه د تیښتې سبب ګڼي، هغه وایي

«په کورنو کې جنګ جګړې او یا د مور او پلار ترمنځ د طلاق له وجې یا د مور یا پلار د مړینې روسته د ماشومانو سره د مېرنې مور یا پلار سلوک دا ماشومان له کوره تیښتې ته مجبوره وي،ځینې ماشومان له مدرسو څخه د استازانو د هلو ټکولو له وجې هم تښتي،د ۲۰۰۵ کال راپه دې خوا د کوره د تښتیدونکو ماشومانو په شمیر کې بیخي ډېر زیاتوالی راغلی دی»

نوموړي زیاته کړه دغه ماشومان د غلا او سوال ټولونې ترڅنګ لوي ماشومان د وړو ماشومانو سره جینسي اړیکي ساتي او د لویدو روسته دغه ماشومان د لویو جرمونو پله مخه کوي.

زاهد تیبو زیاته کړه په پاکستان کراچۍ ښار کې ددغو ماشومانو تر ټولو لوي مرکز دی او دلته څلور واړو صوبو،قبایلي او ګلګت بلستستان او ان په افغانستان کې له کوره تښتیدلي ماشومان ژوند تیروي، او ددوي د اندازې تر مخه دا مهال د ۳۰ زرو څخه ۳۵ زرو دغه ډول ماشومان د کراچۍ په سرکونو شپې سبا کوي .

XS
SM
MD
LG