د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان جوماتونه سیاسي فعالیت کوي


باچاهي جومات لاهور
باچاهي جومات لاهور

له پاکستانه په اګلیسي ژبه خپریدونکې ډان ورځپاڼه ليکي چې پاکستان کې جوماتونه په سياسي ځايونو بدل شوي دي او د ټولنې او کولتور په سخت دريځه بڼه د بدلولو لپاره کارول کيږي او په تېرو لسيزو کې ورسره رياست هم په دغه کار کې په فعاله توګه مرسته کړې ده.

ورځپاڼه لیکي : د پاکستان حکومت لپاره په ښارونو کې د وسلوالو د ملاتړو پرضد د ګامونو پورته کولو څخه دا اسانه ده چې په وزيرستان کې پر وسلوالو بمباري وکړي. حکومت دا هم نه شي کولی چې په جوماتونو کې د وسلوالو دغو ملاتړو ته تنخواګانې ورکول بند کړي.

په پيښور آرمي پبلک سکول تر بريد وروسته پاکستاني وزيرعظم ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې به د نورو ګامونو ترڅنګ ددې هيواد مدرسې هم رجسټر کړي.

خو پوښتنه دا ده چې ايا د پاکستان وزيرعظم دا وړنديز نه شو ورکولی چې د سعودي عرب ،ايران او نورو يوشمېر مسلمان هيوادونو په څېر پاکستان دې هم جوماتونه د رياست تر کنټرول لاندې راولي.

په سرښار اسلام اباد کې په کال ۲۰۰۷ م کې د لال مسجد د چلونکو لخوا د راپورته شوي بغاوت سره د پاکستانې رياست د چلند نه د جوماتونو په اړه د دې هيواد د حکومت کمزوري په ډاګه شوه. دغه د پاکستان په تاريخ کې پریکنده مرحله وه.

د لال مسجد د بغاوت قيصه، د دې خونړی اختتام او له دې ورسته راپورته شویو حالاتو د ترهګرۍ پرضد جنګ کې د پاکستان رويه په ډاګه کړه.

په کال ۲۰۰۷ م کې د لال مسجد مشرانو د دې جومات د ودانۍ د پراخولو او وروسته بيا په اسلام اباد کې د شريعت د نافذولو غوښتنه وکړه. په اسلام اباد کې د جامعه حفسه په ګډون د نورو مدرسو په وسلو سمبال ډلو د عامو وګړو او پوليسو تښتول او دکاندارانو ته دهړکې ورکول پيل کړل.

د سي ډي فلمونو دکانونه يې وسوزول او د پاکستان پوځ پرضد د جنګېدونکو وسلوالو د غوښتنو په څېر يې مطالبې شورو کړې.

داسې رپورټونه وو چې د۲۰۰۷ م کال د اپريل مياشتې په شپږمه نيټه په لال مسجد کې د ټول پاکستان څخه راغلیو شا و خوا سلو مذهبي مشرانو په يوه غونډه کې ژمنه وکړه چې دوی به په پاکستان کې د خپلې خوښې د اسلام نافذولو لپاره ځانونه وژني .

همداراز ددغه کال د اپريل په ۱۲ مه د ياد جومات د غير قانوني راډيو د لارې حکومت ته دهړکه ورکړل شوه چې دوی به په ټول ملک کې ځانمرګي بريدونه کوي او دا يې هم وويل چې له دوی سره وسله ،لاسي بمونه او داسې ماهرين شته چې د بمونو جوړولو مهارت لري او دارنګ دوی له مرګه نه ويريږي.

په مقاله کې راغلي چې د لال مسجد چلونکو عبدالعزيز او عبدالرشيد غازي په دغه سيمه کې د ځانمرګېو بريدونو بنياد ايښودونکې ډلې جېش محمد په ګډون يو شمېر د وسلوالو سازمانونه ځان ته راغب کړي وو او د دوی ايجنډا د پاکستان د کولتور بدلول وو.

خو عجيبه خبره دا وه چې د پاکستان ولسي عدالتونو د لال مسجد د مشرانو او چلونکو دهړکې له پامه وغورځولې او دارنګ عبدالعزيز او د هغه ميرمن ام حسان يې بې ګنا وګرځول.

عبدالعزيز وس هم په لال مسجد کې امام دی ، په زرګونو خلک ورپسې مونځ کوي. نوموړي تيره ورځ دړکه ورکړې وه که چېرې بيا د ده د نيولو هڅه وشوه نو خپل په زرګونو زده کونکي به د حکومت پرضد راپرېږ دي.

XS
SM
MD
LG