د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیاوالو د فساد پر ضد مظاهره وکړه


د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلګونو کسانو د فساد پر ضد مظاهره کې ګډون وکړ، مظاهره چيانو د ولايتي ادارې د فساد پر ضد تورونه ولګول.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلګونو کسانو د فساد پر ضد مظاهره کې ګډون وکړ، مظاهره چيانو د ولايتي ادارې د فساد پر ضد تورونه ولګول.

مظاهره چيانو له مرکزي حکومته غوښتنه کوله، چې د دې ولايت د فساد څېړنې په موخه يو هئيت دې ولايت ته واستوي او په خبره يې که هيت را نه شي دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د مظاهره چيانو يو تنظيم کوونکي نور احمد ريښتياوال وويل، په دې ولايت کې د فساد ډېر اسناد لري او له مرکزي حکومته يې غوښتنه وکړه، چې له دوی سره شته د فساد اسناد دې وڅېړي.

د ده په خبره که اسناد يې ونه څېړل شي، دوی به دغه مظاهرې مرکز کابل ارګ مخه ته هم لېږدوي:

”موږ له مرکزي حکومته د يو باصلاحيته هيت غوښتنه کوو، چې رادي شي، فساد دې وڅيړي که چېرته وي، دغه خلک دې محاکمه کړي، که نه موږ ته دې جزا راکړي، موږ نور په دې ولايت کې فساد نه شو زغملی، که مرکزي حکومت په يو دوه ورځو کې موږ ته ځواب را نه کړی، ښايي په نورو کارونو هم لاس پورې کړو، چې ټول مسوليت به د مرکزي حکومت په غاړه وي“

د مظاهرې نورو ګډونوالو هم له مرکزي حکومت څخه په دې ولايت کې د فساد څېړلو او له منځه وړلو غوښتنه کوله او په ولايتي اداره يې د زيات فساد تورونه پورې کړل.

د پکتيا والي وياند روح الله سمون د ټليفون پر کرښه وويل، چې دغه مظاهره د فساد پر ضد نه بلکې د ځينو سياسي کړيو له خوا ترسره شوې ده:

” تاسې ته معلومه ده چې د افغانستان وروستی سياسي بهير کړکېچ تر دې مهاله روان دی، موږ په ټاکنو کې خپل حريف ته ماتې ورکړې او دا معلوم الحال څېرې دي، دوی پخوا هم دا هڅې کړې وې، چې د شمال نه پيسې راغلې دي او دلته يې داسې د مدني حرکتونو لاندې حرکتونه پيل کړي دي، دا څېرې په ولس کې محبوبيت نه لري، او موږ هڅه کوو چې دغه کسان شناسايي کړو او بيا د قانون منګولو ته وسپارو “

دا څوم ځل دی چې په پکتيا کې په وارونو، وارونو ورته مظاهرې ترسره شوې دي، خو د مظاهره چيانو غوښتنې د مرکزي حکومت له لوري نه دي منل شوې.

XS
SM
MD
LG