د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال په نوي حکومت کې د ټولو ډلو ګډون غواړي


د خوست یو شمېر مدني فعالان، د ټولنیزو سازمانونو غړي او ځوانان وايي، که چیرې د نوي حکومت په جوړښت کې په افغانستان کې د ټولو موافقو او مخالفو ډلو او ګوندنو غړو ته برخه ورکړل شي، نو ښايي په دې هېواد کې شته ناخوالې په بنسټیز ډول ختمې شي او د هېواد جوړونې په بهیر کې به افغانان په متحده توګه برخه واخلي.

د خوست یو شمېر مدني فعالان، د ټولنیزو سازمانونو غړي او ځوانان وايي، که چیرې د نوي حکومت په جوړښت کې په افغانستان کې د ټولو موافقو او مخالفو ډلو او ګوندنو غړو ته برخه ورکړل شي، نو ښايي په دې هېواد کې شته ناخوالې په بنسټیز ډول ختمې شي او د هېواد جوړونې په بهیر کې به افغانان په متحده توګه برخه واخلي.

په خوست کې د یو ټولنیز سازمان غړي میرزاګل د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې نوی حکومت دې د دولت وسلوالو مخالفینو او نورو ناراضه سیاسي ډلو ته د حکومت په جوړښت کې ځای ورکړي، تر څو په افغانستان کې شته سیاسي ستونزې په بنیادي ډول حل شي:

((موږ د ملي وحت د حکومت نه په کلکه د شته مشکلاتو د حل غوښتونکي یو، غوښتنه کوو، چې نوی حکومت دې د دولت وسلوال مخالفین او ناراضه ډلې هم په دې حکومت کې راونغاړي، تر څو زموږ د هېواد مشکل په بینادي ډول حل شي او جنګ ختم شي، او د وطن جوړولو په لور په ګډه کار وکړو.))

د اسماعیل حقمل په نوم یو تن مدني فعال وايي، چې افغان ولس له پخوا نه په اقتصادي او ټولنیز لحاظ سخت ځپل شوی او تر دې زیات يې د دا ډول ملي ستونزو زغمل له وسه بهر دي.

مدني فعال الحاج حسن محمد احسان وايي، که د ملي یووالي نوی حکومت شفافه او سالمه اداره رامنځته کړي، نو خپل نړیوال ملاتړ به وساتي او خلکو ته به ښه خدمت وکړای شي:

((تاسو پوهیږئ، چې افغانستان حکومت او د افغانستان خلک د نړیوالې ټولنې زیاتې مرستې ته ضرورت لري، او نړیوال ټولنه هغه وخت د افغانستان نظام سره کمک کوي، چې دلته یوه شفافه، سالمه او حساب ورکوونکې اداره منځته راشي، په همدې خاطر غوښتنه کوم، چې په دې معیارونو دې زر تر زره یوه ملي اداره جوړه شي، تر څو له یوې خوا خپل نړیوال ملاتړ وساتي او بل لوري ته د خلکو د ژوندانه د ښه کولو له پاره هم کار وکړي.))

په خوست کې د یو خصوصي ښوونځي مدیر ایمل وايي، چې د ټاکنو څخه يې هغه سترې هیلې پوره نه شوې، خو که چیرې نوی حکومت دې سره، سره هم یوه ژمنه او په کارپوه کابینه او اداره رامنځته کړي، نو دا د شته ستونزو جبران کولای شي.

د خوست یو تن ځوان په دې اند دی، چې په افغانستان کې اوسنيو سیاسي حالاتو د ځوانانو په اقتصاد، کارموندنه، تحصیل او نورو ټولنیزو فعالیتونو منفي اغېز پریباسلی او ځوانان د دې حالاتو پایلو ته په انديښنه کې دي.

د یادونې وړ ده، سره له دې چې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت له جوړښت نه تر سلو ډېرې ورځې تېرې شوې، خو د عامو خلکو له انده نوی حکومت نه دی توانیدلی، چې له یوې خوا نوي وزیران، والیان او نور مهم چارواکي وټاکي، بلخوا په افغانستان کې اقتصادي او امنیتي حالت هم د پخوا په پرتله خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG