د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د مولانا فضل الرحمان پر ضد مظاهره شوې


کابل - د ملي غورځنګ لسګونو غړو د پنجشنبې پر ورځ د کابل په زرنګار پارک کې د پاکستان دجمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان پرضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو د نوموړي پر ضد شعارونه ورکړل.

دغو اعتراض کوونکو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې هیواد ته د مولانا فضل الرحمان دراتک مخنیوي وکړي.

یادو شویو اعتراض کوونکو مولافضل الرحمان د افغانستان پرضد شخص وباله او ویې ویل چې د سولې په خبرو کې دې داسې کسانوته اجازه نه ورکوي.

مولافضل الرحمن څه موده مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې جګړه روا ده.

داپه داسې حال کې ده ټاکل شوې چې د زیارت پر ورځ د پاکستان د سیاسي ګوندونو یو شمېر مشران کابل ته ورشي.

دا مشران به په کابل کې له افغان مشرتابه سره د سختدریځۍ پر ضد د جګړې په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG