د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې چاودنه، څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي


پاړه چنار - په کورمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي، دوه ژوبل دي.

انتظامي چارواکي وايي، چاودنه د زیارت یا پنجشنبې پر ورځ سهار شاوخوا لس نیمې بجې وشوه.

چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، هغه مهال امنیتي سرتېرو په خپل ګاډي کې ګزمه یا ګشت کاوه.

د دوی په وینا، ښکاري داسې چې د سړک غاړې ښخ بم د ریموټ په واسطه چوول شوی.

چارواکي زیاتوي، سرتېري هره ورځ له ټله تر د کورمې شابکو ګزمه کوي چې سیمه له بمونو پاکه کړي او دا چې دا پېښه هم په شابکو کې شوې ده.

د برید پړه چا نه ده منلې.

د شابکو سیمه له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پرته ده او د کوزې کورمې په حدودو کې ده. تر دې مخکې هم په دې سیمه کې بمي چاودنې شوې دي.

په کورمه کې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې د وسله والو پر ضد پوځي عملیات روان دي چې له کبله یې زرګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG