د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت او ملګرو ملتونو له بې کوره شویو سره ژمنۍ مرستې پیل کړې

کابل - د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو له هغو بې کوره شوو افغان کډوالو سره د ژمي مرستې پیل کړې دي چې د هیواد په سړو سیمو کې ژوند کوي.

افغان چارواکي وايي چې د دې کډوالو شمېر شاوخوا دوه لکه ۲۵ زره دی چې ورته به کمبلي، جامې او د سونګ مواد وېل کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې مشر بو شاک د چهارشنبې په ورځ د دې مرستو د پیل پر مهال وویل، موږ هیله او باور لرو چې دغه پروګرام به د ژمي په ترڅ کې د هغو بې ځایه شوو کسانو د ستونزو مخه تر یوه بریده ونیسي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره اټکل کوي چې اوس په افغانستان کې د ټولو بې ځایه شویو شمیر تر اووه لکه اتیا زره زیات شوی دی. تیرکال دا شمېر شاوخوا یو لک ۳۰ زره وو.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG