د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۲ وسله والو وژنې دعوه کوي

راولپېنډۍ - د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې ۱۲ وسله وال وژلي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې د چارشنبې پر ورځ ناوخته په یو خبرپاڼه کې وویل، دا وسله وال یې په دته خېلو کې د جنګي الوتکو په بمبارۍ کې وژلي دي.

خبرپاڼه لیکي، په دې پېښه کې یې د وسله والو اووه موټرونه هم له منځه وړي دي.

خو نه ازادو سرچېنو تر اوسه د دې خبر پخلی کړی دی او نه هم وسله والو په دې اړه څه ویلي دي.

د پاکستان پوځ د تېر کال د جون میاشتې له پنځلسمې نېټې راهیسې په شمال وزیرستان کې د وسله پر ضد عملیات کوي.

شمالي وزیرستان ته خبریالان نه ورپرېښودل کېږي همدا لامل دی چې تر اوسه مالومه نه ده چې په سیمه کې عملیات په څه ډول تر سره کېږي.

همداراز، دا هم نه ده مالومه چې په هغه سیمه کې تر اوسه څومره او د کومو ډلو وسله وال وژل شوي دي ځکه چې د پاکستان پوځ په خپلو خبرپاڼو کې د وسله والو د وژلو ادعاوې کوي، خو د هغوی د پېژندګلوۍ په اړه څه نه وايي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG