د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست : د پولیسو په روزنیز مرکز د ځانمرګو ډله ییز برید وشو


د چارشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د یوولسو بجو پرمهال د خوست ښار لویدیز لوري ته د اداري کمپلیکس په سیمه کې د پولیسو په روزنیز مرکز د دریو تنو ځانمرګو برید کوونکو له خوا برید وشو.

د چارشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د یوولسو بجو پرمهال د خوست ښار لویدیز لوري ته د اداري کمپلیکس په سیمه کې د پولیسو په روزنیز مرکز د دریو تنو ځانمرګو برید کوونکو له خوا برید وشو.

د پولیسو روزنیز مرکز سره نږدې په پیل کې د یو سراچه موټر په واسطه موټر بم برید وشو او وروسته دوه تنه نور ځانمرګيو برید کوونکو د پولیسو په مرکز پلی برید وکړ، چې وروسته یاد دوه ځانمرګي بریدګر هم د پولیسو له خوا له منځه ولاړل.

د پيښې په ځای کې خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې په دې برید کې درې واړه ځانمرګي بریدګر وژل شوي، خو د دوی درې تنه پولیس هم برسیرن ټپیان شوي دي.

فیض الله غیرت د پيښې په اړه داسې وویل:

((د وطن دښمنانو غوښتل، چې زموږ د پولیسو په یو ماموریت باندې، زموږ په یو ماموریت سمت باندې موټر بم انتحاري حمله وکړي، چې کله موټر بم دې ځای ته رارسیږي، او په مرکز باندې حمله کوي، بعد له دې نه د دوی دوه نفره پیاده کیږي، چې هغو سره بم دستي او وسلې ورسره وې، خوشبختانه چې زموږ د شجاعو او قهرمانو پولیسو له خوا چې دوی د پهره دارۍ په برجونو کې ناست وو، البته په ظرف دې دوه یا درې دقیقو کې دوی له منځه ځي، د دوی درې نفره له منځه تللي دي، د دوی سلاح هم پاتې ده، او زموږ دوه نفره قهرمان پولیس سطحي زخمیان شوي دي.))

د دریم ساتمن حلیم خان په نوم یو تن ځوان پولیس چې په دې برید کې په لاس ټپي شوی د خپلو سترګو کتلی حالت داسې بیان کړ:

((چې کله موټر بم برید وشو، ټوله قطعه خړو ګردونو ونیوله، د کوټر څخه سامانونه راتوی شول، لیټونه راوغورځيدل، ما په خپلو سترګو دوه نفره ولیدل، چې ماسره په جنګ بوخت وو، نور هغه کسان چې انفجار يې وکړ او ځانمرګي بریدونه يې وکړل، هغوی ما ونه کتل چې څو نفره وو، څه يې کول، ما یوازې دوه نفره دې شنه ټاور تر څنګ ولیدل.))

د خوست امنیتي چارواکیو دا هم وویل، چې د برید نږدې ټوله سیمه د افغان امنیتي قواوو له خوا پلټل شوې او تصفیه شوې ده.

د خوست د ولایتي روغتون یو تن ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې دوی ته د درملنې له پاره درې تنه پولیسان وروړل شوي، خو روغیتايي حالت يې ښه دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي تلیفوني پیغام کې ویلي، چې د دوی ملګرو د پولیسو په اکاډمی ډله ییز برید کړی او افغان سرتیرو ته يې درانه تلفات اړولي دي.

د یادونې وړ ده، له دې ډله ییزو ځانمرګو بریدونو ایله دوه ورځې وړاندې هم د خوست ښار لویدیز لوري ته د کونډیو د صحرا سره نږدې د پولیسو او ولایتي قواوو له خوا دوه تنه ځانمرګي بریدګر وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG