د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: یوه ډله وسله وال له سولې بهیر سره یو ځای شول


په ننګرهار کې ۲۱ تنه د دولت وسله وال مخالفين د سولې پروسې سره یو ځای شول.دغه وسله وال مخالفين د سه شنبې پر ورځ د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې په انګړ کې له دولت سره يوځای شول.

په ننګرهار کې ۲۱ تنه د دولت وسله وال مخالفين د سولې پروسې سره یو ځای شول.دغه وسله وال مخالفين د سه شنبې پر ورځ د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې په انګړ کې له دولت سره يوځای شول.

د سولې ولایتي کميټې مشر ملک نذير وايي،دغه وسله وال د ننګرهار په بیلابیلو ولسواليو کې د دولت پرضد فعالیتونو کې فعاله و،چې د حقیقت په درکولو سره سولې پروسې سره یوځای شول:

"یوویشت کسان راغلل د سولې پروسې سره یوځای شول،دوی سره اتلس میله وسله وه،دا درې ګروپونه وو،په اچین نازیان او نورو ولسوالیو کې په فعالیتونو بوخت و"

د سولې پروسې سره یو ځای شوي کسان وايي دوی ته په پاکستان کې لارښوونه شوې وه،چې په افغانستان کې وجنګیږي.

د دوی له ډلې یو هم نور محمد دی، دی وايي پینځه کاله يې د افغان حکومت پر ضد جګړه وکړه،خو کله،چې د پېښور په بلاحصار کې د افغانانو د قتل عام هدایت ورکړل شوی نو دی وايي پر حقیقت پوه شو او له خپلو ملګرو سره یو ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شوی:

"موږ په شډل پوستې اچین کې په پوستو جنګ کړی، موږ پاکستان ته لاړو هلته په بالاحصار کې راته وویل،چې افغانستان کې څومره دي هغه له مرګ سره جوړیږي،نودې خبرې خوند رانکړ راغلم دلته مې وسله په ځمکه کيښوده او دولت ته تسلیم شوم"

د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ،چې له جګړې لاس واخلي او د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي:

"نور له جنګ جګړو نه لاس واخیستل شي په ګډه باندې د افغانستان ابادۍ لپاره کار وشي،دا هیواد ابادۍ لپاره ضرورت لري سولې او امنیت ته ضرورت لري"

وسله والو طالبانو د دغو کسانو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي،

د ویلو ده،چې له دې وړاندې هم د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې سره شاوخوا څلور سوه شل کسان یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG